د تاریخ یوه بله پاڼه؛ سوریه او افغانان
«شام»یا «شامات» پخوا یوه پراخه جغرافیا وه، چې اوسنۍ سوریه، فلسطین، اردن، لبنان او ان د ترکیې و عراق څه څنډې یې رانغاړلې. د دې سیمې سیاسي پولې تل بدلېدې رابدلېدلې، تر دې چې نن ورځ شام یوازې د دمشق ښار حدودو ته وايي او د دمشق اصلي هستوګن شامیان ګڼل کیږي.
نننۍ سوریه له خورا لرغونې زمانې څخه د بشري تمدن له اصلي منځیو څخه وه. د بشري تاریخ څېړونکي دمشق د تاریخ دروازه ګڼي. دلته د انساني ژوند عمرسلګونه زره کاله وړاندې د نیاندرتال او هوموساپین انسانانو دورې ته رسیږي، چې ګڼې لرغونې نښې یې موندل شوې دي.شاوخوا درې زره کاله تر میلاد وړاندې، دلته د سامي توکم اموري قبایل اوسېدل او یو منظم حکومت یې جوړ کړی و، چې شاوخوا دوه زره کاله یې دوام وکړ،په میلادوړاندې یوولسمه پېړۍ کې ارامیان راغلل او د اوسنۍ سوریې ډېرې برخې یې لاندې کړې. په سوریه کې سومري، اکدي، بابلی، اشوري، هیتي او نور تمدنونه د بشري تاریخ ځلاند پاړکي جوړوي. سوریې د دې ټولو تمدنونو ګڼ میراثونه ساتلي وو.
ترمیلاد ۶۴ کاله وړاندې سوریه د روم د ټولواکمنۍ (اېمپراتورۍ) برخه شوه او شاوخوا اووه پېړۍ د روم او بیا ختیځ روم (بیزانس) تر واک لاندې وه، تر دې چې په ۶۳۴ – ۶۴۰ میلادي کلونو کې دخالد بن ولید په مشرۍ د اسلامي خلافت لښکرو ونیوله او د اسلامي تمدن په یوه مهم ولایت بدله شوه. د اموي او عباسي خلافتونو پرمهال دمشق ښار دومره مهم و، چې د اسلامي خلافت پلازمېنه شوه. تر دې چې عباسیانو بغداد پلازمېنه وټاکه او سوریه یې د سیمهييزو واکمنو سیالیو ته وسپارله، چې فاطمیونو، سلجوقیانو او ایوبیانو پرې واک چلاوه. په ۱۲۶۰ کۍ چنګیزي مغولو او د ۱۴۰۰ میلادي شاو خوا ګوډ تیمور ولوټله.په شپاړسمه پېړۍ کې عثمانیانو لاندې کړه. د عثماني اېمپراتورۍ پرمهال سوریه د دغې اېمپراتورۍ مهمه برخه وه، تر دې چې د عثمانیانو تر راپرځېدو روسته یې واک د سایکس – پیکو هوکړې پر بنسټ په ۱۹۲۰ کې فرانسویانو ورخپل کړ. سوریه په ۱۹۴۴ کې خپلواکي واخیسته او تاجالدین الحسینی یې ولسمشر شو. په ۱۹۶۷ کې له اسرائیلو سره و جنګېده او اسرائیلو یې څه برخې لاندې کړې، چې تر نن پورې ورسره دي. په ۱۹۷۰ کې پوځي منصبدار حافظ اسد کودتا وکړه او له ۱۹۷۱ څخه تر ۲۰۰۰ پورې دی او له ۲۰۰۰ څخه تر تېرې اونۍ (۲۰۲۴ دسمبر) پورې یې زوی بشار اسد پر سوریه واکمن وو. تېره اونۍ د بشاراسد مخالفې پوځي ټلوالې د سوریې واک ورخپل کړ.
لکه مخکې چې ورته اشاره وشوه، په اسلامي دوره کې ټول شامات په تېره بیا دمشق مهم او سپېڅلې خاوره ګڼل کېده. تر مکې مکرمې، مدینې منورې، بیتالمقدس روسته شام ته په درنه سترګه کتل کېدل او مقدس شام یې ګاڼه. دلته د پوهنو د زدکړو ګڼ مرکزونهپرانیستي او لوی پوهان په کې راټول وو.
افغانستان چې په اسلامي دوره کې پخپله هم د دغه تمدن یو مهم مرکز و او د بلخ، کابل، هرات، غزني و کندهار په شان مهمې تمدني حوزې یې لرلې، اوسېدونکي یې له شام سره هم له فرهنګي او هم له اقتصادي پلوه په اړیکو کې وو.
نوموتی بلخي شاعر، ګرځندوی او پوه حیکم ناصر خسرو بلخي – قبادیاني (۳۹۴ – ۴۸۱ قمري) په خپل مشهور یونلیک کې د شام د ښارونو داسې دقیق انځور وړاندې کوي، چې د هغه مهال د سوریې عظمت او شهرت څرګندوي، بلخي حکیم لیکي:
ژباړه:
« د ۴۳۸ کال د رجب په دویمه سروج ته راغلو، په دویمه ورځ له فرات څخه واوښتو او منبج ته ورسېدو. دا د شام لومړنی ښار دی. د سلواغې د میاشتې لومړۍ وه، خو هلته هوا ډېره ښکلې وه... له هغه ځایه حلب ته ولاړو له میافارقین ترحلب پورې سل فرسنګ لار ده، حلب ښکلی ښار دی، لوړ دیوالونه لري، چې لوړوالی یې ۲۵ ارش (هر ارش ۱۰۴ سانتي متره کیږي) یوه لویه کلا ده، چې پر ډبره ودانه ده. له بلخ څخه څو ځلې لویه او ښه ودانه ده، داسې چې ودانۍ سر پرسر لوړې شوې دي...»
ناصرخسرو د شام ټول مشهور ښارونه کتلي دمشق یې ستایلی او په شام کې یې د پیامبرانو، اصحابو، ولیانو، صالحانو، عارفانو او مشاهیرو زیارتونه کړي، د شام ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي او علمي عظمت یې شنلی دی.
د حکیم په یونلیک کې وینو چې د بلخ او نورو افغاني ښارونو ګڼ پوهان، ګرځندوی او سوداګر هغه مهال شام ته ورتلل او د سوداګرۍ ترڅنګ هلته د پوهنو په زدکړو او ان تدریس او د ورزدکړې په برخه کې فعال وو.
له هغې زمانې تر نن پورې ګڼ افغانان سوریې ته تللي، هلته پاتې شوي او ان شهرت ته رسېدلي دي. شام ته د افغانانو تاریخي ورتګ درې دلایل لرل.
۱ـ اقتصادي دلایل: شام او د سوریې نور ښارونه هم پخپله د تجارتي موخو په حیث او هم د منځني ختیځ له لارې نورو هېوادونو ته د سوداګریزو کاروانونو مسیرونه وو. د افغانستان سوداګرو د تاریخ په اوږدو کې ترشام پورې تلل راتلل. شامي کتانونه چې د دغه هېواد له پنبې جوړېدل هم په افغانستان کې او هم د افغانستان له لارې د هیندوستان تودو سیمو ته د افغان سوداګرو له خوا وړل کېدل. افغان سوداګرو به له دې خوا هیندي توکي د سوریې بندرونو لاذقیه، جبله، طرطوس، ارواد او نورو ته وړل.
۲- دیني مذهبي دلایل:سوریه هم د سُني او هم د شیعه افغانانو لپاره زیارتي و مذهبي جاذبه لري. دا هېواد له خالد بن ولید رانیولې بیا تر صلاح الدین ایوبي غوندې شخصیتونه پاللي، د اموي دورې مشهور جومات او د ګڼو پیغمبرانو د ټاټوبي په توګه هغو افغانانو ته چې د حج لار به یې د نورو زیارتونو په نیت مخ په سوریه ورګرځوله په زړه پورې وه، د ځینو به یې دغه هېواد خوښ شو او هماغلته به پاتې شول، تر دې بریده چې دوی خپلې سیمې، خانقاوې، مدرسې او ځانګړې پېژندګلوي لرله. د دمشق په څنډه کې د اسلام د څلورم خلیفه حضرت علي (رض) د لور بي بي زینب قبر او د اهل بیت نور زیارتونه هم شته، چې د ټولو په تېره بیا شیعه افغانانو لپاره ځانګړې جاذبه لري.
۳- علمي فرهنګي دلایل:شام مشهورې دیني مدرسې، عرفاني مراکز او بیا روسته نوموتي پوهنتونونه او د زدکړو مراکز لرل. د تاریخ په اوږدو کې افغانان د زدکړو لپاره هلته تلل او ځینو یې هماغلته د خپلو استعدادونو له برکته د تدریس مدارجو ته په رسېدو پاتې کېدل.
د افغانستان نوموتی معاصر شاعر استاد خلیل الله خلیلي په عربي ژبه یوه رساله لري، چې « الفقهاء لمغانیون فی بغداد» نومیږي او دوه ځلې په بغداد (۱۹۷۰)او مراکش کې خپره شوې ده. په دې رساله کې هغه لغمانيالاصله فقیهان او پوهان پېژنو چې په بغداد و سوریه کې مشهور شوي وو او تدریس یې کاوه، استاد په خپل یوه بیت کې دوی ته داسې اشاره کوي:
تو بدان شهر که لغمانیون و برمکیان
من در اینجا که سوری بود و سلطان محمود
په دمشق کې له مشهورو افغان علماوو څخه یوهم شیخ عبدالحیکم قندهاري دی، چې دلته به یې لنډ دروپېژنو:
شیخ عبدالحکیم قندهاري الافغاني د محمدنور ابن حاجي میرزا زوی د کندهار هستوګن هغه پوه، فقیه، اصولي، مفسر او مؤلف دی، چې په شام کې یې ګڼ لوی علما د شاګردۍ په فضیلت ویاړي. شیخ عبدالحکیم په ۱۲۵۱ قمري کې په کندهار کې وزېږېد. په ځوانۍ کې هیندوستان تهولاړ او له هغه ځایه یې د حج په نیت سفر پیل کړ. تر حج روسته بیتالمقدس او له هغه ځایه دمشق ته ولاړ او د ژوند ترپایه هلته پاتې شو. شیخ کندهاري د دمشق په الاشرفیه دارالحدیث کې تدریس کاوه او ګڼ شاګردان یې لرل. د دمشق چارواکیو او مشرانو یې زیات درناوی کاوه، خو دی به تل په خپلې کوشنۍ خونه کې ناست و، لیکل و لوستل به یې کول. شیخ له هیچا څه نه غوښتل او ویل کیږي، چې په اونۍ کې یوه ورځ به یې خټګري کوله او بیا به یې له مزد څخه یوه اونۍ ژوند تېراوه. پاتې اونۍ به یې تصنیف، تدریس او تحقیق کاوه. دغه فاضل افغان په ۱۳۲۶ قمري کال کې وفات شو او په دمشق کې په ډېر اعزاز و اکرام خښ کړای شو، ویل کیږي، په جنازه کې یې د دمشق ګڼ مخور راغلي وو. د ده مشهور لیکلي کتابونه دا دي:
حاشية على تفسير النسفي، حاشية على شرح المنار،حاشية على الهداية،حاشية على "حاشية ابن عابدين"حاشية على شرح البخاري،شرح الشاطبية،كشف الحقائق او نور.
استاد خلیلي د هغه په وصف کې لیکلي:
بود شیخ معرفت عبدالحکیمدر دمشق شام ایّامي مقیم
قندهاري زادۀ افغان نسببیشتر از اهل عصر اندر حَسَب
د نومهالي افغانستان ځينې نوموتي شخصیتونه هم سوریې ته تللي، هلته اوسېدلي او افغانستان ته یې د سوریې د روښانفکره چاپېریال اغېزې راوړي دي:
د ختیځ نوموتی مفکر افغان سید جمال الدینپه ۱۲۷۵ قمري کال کې له مکې مکرمې څخه په راستنېدو کې دمشق، حمص او حلب ښارونه وکتل او له هغه ځایه بیا عراق ته راغی. افغان سید د سوریې ودان او روښانه ښارونه ولیدل او روسته بیا يې د اسلامي نړۍ په ویښتیا کې د خپلو لیکلو او ویناوو په لړ کې هغو ته ګڼې اشارې وکړې.
د افغانستان د ژورنالیزم، روښانفکرۍ او تجدد نوموتی مخکښ محمود طرزي او د هغه کورنۍ د امیرعبدالرحمان خان د واکمنۍ پرمهال عثماني اېمپراتورۍ ته تبعید شول. محمود طرزي په دمشق کې اوسېده، هغه په خپلو اثارو کې دمشق د عثماني اېمپراتورۍ د روښانفکرۍ مرکز نومولی دی. د محمود طرزي دویمه مېرمن اسما رسمیه طرزي د شیخ محمد صالح لور په دمشق کې زېږېدلې ده. محمود طرزي او کورنۍ یې د عصري تفکر، ژوند او پوهنو ګڼ بنسټونه له دمشق څخه راولېږدول.
داسې بېلګې نورې هم شته، خو لنډه یې دا چې افغانان په سوریه کې نېکنام او خلکو ته د درناوي وړ خلک وو. په روستیو پنځوسو کلونو کې چې له افغانستان څخه د نړۍ هرګوټ ته مهاجرتونه پیل شول، یوشمېر نوي افغانان هم سوریې ته ولاړل، څه یې د مذهبي دلایلو له مخې او څه یې هم د اقتصادي موخو لپاره. ګڼ شمېر افغانان له ایران او عراق څخه - روسته د جګړو له پیل کېدو - سوریې ته ورواوښتل.
په تېرو دوو لسیزو کې چې منځنی ختیځ د یوې نوې جګړې په اور واوښت ځینې افغانان د ایران له خوا په وسلوالو ټولیو کې سوریې ته واستول شول. یو شمېر ایران میشتي شیعه افغانان د فاطمیونو په ټولیو او تر ډیورند کرښې هاغاړه شیعه پښتانه د زینبیونو تر نامه لاندې ظاهراً د سپيڅلو اماکنو د ساتنې په نامه سوریې او عراق ته واستول شول، چې په دغو نیابتي جګړو کې د دوی ګډون په دغو سیمو کې د افغانانو تاریخي محبوبیت او پېژاند ته زیان ورساوه.
تېره اونۍ چې سوریه لاس په لاس شوه، د رسنیو له خوا هلته د مېشتو افغانانو په اړه تبصرې او اندېښنې راپورته شوې. په سوریه کې مېشتو مُلکي او عادي افغانانو هڅه وکړه، چې خپل غږ پورته کړي، چې د دوی حضور دلته تاریخي – فرهنګي دی او ټول افغانان له هغو وسلوالو ډلو سره کومه اړیکه نه لري، چې ښايي په روستیو پېښو کې یې لاس وو.
دا پېښې به تېرې شي، خو باید په دې خبره د عامه ذهنیتونه روښانه کړای شي، چې په سوریه ( شام) کې د افغانانو تاریخي، فرهنګي، علمي او اقتصادي پېژاند، شهرت او محبوبیت ته زیان ونه رسیږي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.