شننه؛ خامنه يي هر څه له لاسه ورکړل
ایلیټ ای. کوهین، د جانز هاپکنز پوهنتون پخوانی استاد ــــ له اسد، د هغه له کورنۍ، نږدې کسانو او ممکن د هغه له علوي فرقې وروسته په دې کې تر ټولو ستر بایلونکی ایران دی. په منځني ختیځ کې د نیابتي ځواکونو لپاره څو لسیزې زغمناک کار چې پر اسراییل متمرکز و، په بشپړ ډول له منځه تللی.
کله چې د حماس مشر یحیی سنوار د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پراوومه د اسراییل پر وړاندې د "الاقصی توپان عملیات" پیل کړل، هدف یې دا و چې یو ځواکمن ملت-دولت ته درنه ضربه ورکړي او دا کار یې وکړ، خو هغه دولت چې د دغه برید له امله زیانمن شو، اسراییل نه و، بلکې ایران و، چې د حماس تر ټولو لوی ملاتړی دی.
دا د مترقي تفکر یوه دایمي تېروتنه ده، چې باور لري جګړې په سیاسي معنادارو عواقبو نه منتج کیږي. د منځني ختیز د تېرو ۱۵ میاشتو بهیر بله کیسه بیانوي. د اکتوبر پر اوومه د اسراییل له سختې صدمې وروسته، تل ابیب حماس سخت وځاپه او هغه ګواښ یې پای ته ورساوه چې حماس د یوه منظم پوځي ځواک په توګه رامنځته کړی و. اوس په غزه کې ننګونه بشري او اداري کړکېچ دی، نه امنیتي. په همدې ډول، اسراییل په لبنان کې حزبالله هم کمزوری کړ او هغوی یې اړ کړل چې د زرګونو پلیو سرتېرو او منځپوړې او جګپوړې مشرتابه تر له لاسه ورکولو وروسته د اوربند منلو ته غاړه کیږدي. په همدې حال کې، په اوکراین کې د ولادیمیر پوتین ظالمانه خو ناکامه جګړه د هغه نور ستراتیژیک هدفونه کمزوري کړل. د اوکراین جګړې په سوریه کې د مسکو د پښې ځای چې په منځني ختیز کې یې تر ټولو اصلي مورچل و، تخلیه کړی او په دې سیمه کې پر روانو پېښو د روسیې اغیز یې کم کړی.
دې ټولو هغې صحنې ته لاره اواره کړه چې په تېرو دوو اونیو کې یې په زړه پورې پېښې رامنځته کړې. د سني بنسټپالو ملېشې « هیئت تحریر الشام» په حلب، حماه، حمص، او دمشق کې پرمخ لاړې او د سوریې د بشار الاسد رژیم یې ړنګ کړ. تهران او مسکو په دې برخه کې هیڅ نه شوای کولای.
تر ټولو ډېر ایران زیان ولید
له اسد، د هغه له کورنۍ، نږدې کسانو او ممکن د هغه له علوي فرقې وروسته په دې کې تر ټولو ستر بایلونکی ایران دی.
په منځني ختیځ کې د نیابتي ځواکونو جوړولو لپاره [ د ایران] څو لسیزې زغمناک کار، چې په ځانګړې توګه پر اسراییل متمرکز و، په بشپړ ډول له منځه تللی. حماس هېڅکله د تهران یو مطلق لاسپوڅی نه و، خو له ایران څخه یې وسلې او روزنه ترلاسه کوله او له حزبالله سره یې، چې د ایران یو ډېر پیاوړی او وفادار ځواک دی، همغږي درلوده.حزب الله د اسد رژیم خلاف د ۲۰۱۲ کال جګړو د مسیر په تغییرولو کې مرسته کړې وه.
حزبالله په سوریه کې په خپل شدید حضور له پنځو زرو څخه تر لس زرو پورې سرتیري لرل، خو دوی یوازې نه وو. ایران په زرګونو نور کسان د ملیشه ځواکونو په اډانه کې روزلي او تنظیم کړي وو، چې د سوریې حزبالله، او له عراق، افغانستان او پاکستان څخه مختلفې شیعه ډلې پکې شاملې وې. اوس ټول په تېښته دي.
ایران، سره له دې چې د خپل ګډ تاریخ او کلتور له امله یو پیاوړی ملت دی، پوځي ځواک یې نسبتاً کمزوری دی. ایران د نیابتي جګړو په برخه کې ډېرې پانګونې کړې او په عراق کې د متحده ایالاتو پر وړاندې د بري په ګډون یې پاموړ بریاوې ترلاسه کړې دي، خو د حماس او حزبالله له ماتې او د اسد رژیم له سقوط سره، تهران نه جبرانېدونکي زیانونه زغملی دي. اوس نور لبنان ته ځمکنۍ لار نه لري؛ خپل تر ټولو منظم، ښه مجهز او اغېزناک نیابتي ځواکونه یې له لاسه ورکړي؛ پر اسراییل د برید په دوه مستقیمو هڅو کې یې ناکامي زغملې او د غچ اخستونکي برید په ترڅ کې یې د خپلې هوايي دفاع سیستمونو لویه برخه له لاسه ورکړه.
روسیې هم ستر زیان ولید
روسیې ته ګرانه ده، چې د څو لسیزو په اوږدو کې په طرطوس بندر او حمییم هوایي اډه کې له جوړو کړو تاسیساتو عملیات وکړای شي. په لیبیا کې یې تبروک بندر ته د سمندري لاسرسي موندلو هڅې کړې، خو تر اوسه یې هغه زیربناوې نه دي جوړې کړې چې یووخت یې په سوریه کې درلودې. روسیه، لکه ایران، د خپل ملاتړي د سقوط له امله سپکاوی زغملی دی، او اوس د سوریې د هغه ولس له تلپاتې دښمنۍ سره مخ دی چې په بې رحمانه ډول یې ځاپه.روسیه هم د ایران په څېر د خپل مشتري په سقوط سره زهیره شوې او د سوریې د وګړو په ځپلو کې د مرستې له امله چې وروسته یې په اوکراین کې هم دا لارې چارې وکارولې، له له تلپاتې دښمنۍ سره مخ دی.
د ترکیې بریاوې
که په دې ټولو کې یو ګټونکی وي، هغه ترکیه ده، چې هیئت تحریر الشام یې حمایه کاوه، که څه هم بشپړ کنټرول یې پرې نه درلود. د ترکیې خپل نیابتي ځواک(د سوریې ملي اردو) له اسد سره د جګړې پرځای ډېری د سوریې په ختیځ کې د کردي ملیشو پر بریدونو تمرکز کړی و.
د سوریې د بېلابېلو ډلو او سوبمن هیئت تحریر الشام له حضور نه دا درک وړ ده، چې ترکیه به د بهرني ځواکمن لوبغاړي په توګه پاتې شي. د تحریر الشام بری ترکیې ته نه یوازې دا فرصت ورکوي چې له خپلو کمپونو درې میلیونه سوري کډوال بېرته واستوي، بلکې د نوي عثماني نفوذ د پراخولو زمینه هم برابروي. دا به په زړه پورې وي چې وګورو، ایا ترکیه د دې بري له انګېزې په ګټه اخستنې سره په سوریه او عراق کې پر کردي ځواکونو برید کوي، که په لیبیا کې خپل دریځ لا پیاوړی کوي، چیرې چې انقره د رسمي حکومت ملاتړ کوي.
په لیبیا کې هم ترکیې ځان د روسیې پر وړاندې، چې د باغي قوماندان خلیفه حفتر ملاتړ کوي، لاسونه ډېر غځولي دي.
اسراییل، د خپلو ګواښونو سره سره
اسراییل، که څه هم د خپلو پولو پر سر له بنسټپالو او د رجب طیب اردوغان ترکیې له اړخه اندېښمن دی، خو د حزبالله د انزوا او د روسیې د وتلو په اړه ښايي خوښ واوسي. اسراییل ددې باور لپاره دلایل لري چې سوري سیالې ډلې به پر یوه داسې هېواد چې د اکتوبر پر اتمه له تصوره لوړ راڅرګند شو، د برید پرځای پر خپلو کورنیو مسالو تمرکز او جګړه کوي. پر دې سربېره اسراییل په لبنان او سوریه کې چې نور د متحدو دولتونو په څېر عمل نه لري، له بېلابېلو قومي او مذهبي ډلو سره د اړیکو یو اوږد تاریخ لري.
د دې ډرامې په ډېرو برخو کې د متحده ایالاتو رول هېڅ نه و، خو په ځینو برخو کې یې لږ اغېز درلود.
د سوریې په ختیز کې کردي متحدان، چې له زرو کم امریکایي ځانګړي ځواکونه یې ملاتړ کوي، په دې جګړه کې یوه کوچنۍ ونډه درلوده، خو د اسلامي دولت (داعش) د پاتې شونو په کنټرول کې تر دې ډېر مهم رول لوبولی شي.
د راتلونکې لپاره پیچلي شرایط
دا ټول یو هیښند او په حیرانوونکي ډول پیچلی سیاسي وضعیت وړاندې کوي. خو سره له دې چې د جګړې لوګي لا هم د سوریې د ویجاړو شویو ښارونو پر سر خواره دي، ځینې شیان روښانه دي.
لومړی، دا چې ډېر غیر محبوب دیکتاتور رژیمونه له ظاهري ځواک سره سره ډېر زیانمن وي. ډېرو لږو کسانو د اسد رژیم د ناڅاپي سقوط تمه درلوده. د ایران په ګډون نور استبدادي دولتونه ممکن اوس له بهرنیو قدرتونو سره د تعامل په برخه کې ډېر نرم شي او په کور دننه لا ډېر شکمن شي.
د جګړې په اړه د حیرانتیا یو درس، چې هر څو کلونه وروسته زده کېږي، د نامحسوسو شیانو مرکزي رول دی، لکه د پوځي ځواک په ارزونه کې تنظیم، پلان جوړونه، د جګړې اراده او مشرتابه. که چا د سوریې په اړه د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال انسټیټیوټ وروستی راپور لوستی وي، نو هیڅکله به یې فکر نه و کړی چې شاوخوا لس زره کسیزې ملېشې به د یوه ۱۳۰ کسیزه پوځ پر وړاندې چې د حزبالله او نورو ملیشو زرګونه اضافي ځواکونه او څلور زره روسي عسکر پکې شامل دي، بریالۍ کیږي، خو دا پېښه وشوه.
که څه هم جګړې یوه برخه ستونزې یا ستراتیژیک شرایط ختموي، خو عموماً نوې ستونزې رامنځته کوي.
په دې قضیه کې، ایران خپلې څو وسلې له لاسه ورکړې، خو نورې پاتې دي. له درنو ماتو وروسته، دا رژیم باید سخت وېرېدلی وي، په ځانګړي ډول چې د یوه وروستي فدرالي تور له مخې ایران د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو دسیسه هم جوړه کړې وه. دا ممکن ایران دې ته اړ کړي چې له متحده ایالاتو سره نرم چلند غوره کړي او د دې شواهد لا هم شته دي.
په ورته وخت کې، د ایران ستراتیژیکې کمزورۍ او زیانونه تهران ته سخت انګېزه ورکوي چې د اتومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه وکړي.
په پای کې، متحده ایالات یو ځل بیا په منځني ختیز کې د پاتې کېدو لپاره په خپل اوږدمهاله ارمان کې ناکامه شوي؛ هغه هیله چې د اوباما ادارې وختونو ته رسېږي. د بایډن ادارې د سوریې لپاره د اوربند غوښتنې بېځایه او بېاغېزې وې. په ۲۰۲۱کال کې د خپلو افغان متحدانو د سقوط په وړاندوینه کې ناکامي او په اوکراین کې له دې زیات د څه کولو ناتواني چې کیف له ماتې وژغوري، ښيي چې د ستراتیژیک فکر زوال څنګه د ښه نیت او خوبونو په ارمانونو بدلېږي.
د ټرمپ دریځ
د شنبې په ورځ ټرمپ په دې پېښو کې مداخله وکړه: "سوریه یو ګډوډ ځای دی، خو زموږ دوست نه دی او متحده ایالات باید هېڅ په دې کې ښکېل نه وي." هغه ولیکل: "دا زموږ جګړه نه ده. پرېږدئ خپله پرمخ لاړ شي، داخل نه شئ".
خو له سوریې د لرېوالي دا غوښتنه هلته زموږ پوځي حضور ته پام نه کوي او دا پوښتنه نه ځوابوي چې له خپلو کرد متحدانو او د داعش په ولکه کې د هغوی له زرګونو بندیانو سره باید څه وشي. خو نوی دولت تر دې له سترې ستونزې سره مخ دی: که ایران په رښتیا د اتومي وسلو لاره ونیسي، د ټرمپ سپینه ماڼۍ باید تصمیم ونیسي چې د مخنیوي لپاره یې له درندو بم اچوونکو کار اخلي او که نه. دا کېدای شي له فارس خلیج اخوا د اتومي وسلو د پراختیا لامل شي او ښايي اړتیا وي چې په دې اړه زر تصمیم ونیول شي.
د یوه مشهور قول په تعبیر، موږ ممکن د منځني ختیځ په اړه لېوالتیا ونه لرو، خو منځنی ختیځ زموږ په اړه لېوالتیا لري.
د تېرو اونیو پېښې ښايي ټرمپ دې ته وهڅوي چې دا وخت په ریښتیا د پوځ په داخل کې د نظري اختلافاتو د تعقیب لپاره مناسب نه دی. که پیټ هېګسېت د دفاع د وزیر په توګه تایید شي، هغه ښايي دا زده کړي چې ښځینه پیلوټانې هم د نارینه پیلوټانو په څېر د بم غورځولو وړتیا لري.
یادونه: د مقالې محتوا د لیکوال نظر دی، د افغانستان انټرنشنل پالیسي نه منعکسوي.
سرچینه: دې اتلانتیک