افغانستان ته خوشبیني او بدبیني؛ د راتلونکې لپاره روښانه تګلاره

شاه محمود میاخېل
شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

په دې ورځو کې د افغانستان د وضعیت په هکله په کور دننه او بهر د خلکو خوشبیني او بدبیني زیاته شوې ده، خو د دې مسایلو د حل لپاره لا هم کومه واضحه او اغېزمنه پروسه او یوه روښانه تګلاره نه شته.

هغه هڅې چې تر اوسه د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره شوې دي، اکثره د پټو دروازو تر شا ترسره شوې دي، چې دا ډول پټ کارونه نه یوازې د افغانانو په ګټه نه دي، بلکې د هغوی د باور د کمېدو لامل هم ګرځېدلي دي.

د افغانستان د ستونزې یوه لویه برخه په زوره ایجاد شوې بې باوري ده، چې دې چارې د افغانستان ډېرو لویو او ملي پروسو ته زیان رسولی دی.

استخباراتي لوبې او د افغانستان بحران

په افغانستان کې د استخباراتي لوبو دوام د دې هېواد د کړکېچ او بحران دایره ورځ تر بلې مغلقه کړې ده. کله چې یوه استخباراتي لوبه پیلېږي، نو پر وړاندې یې بله استخباراتي لوبه رامنځته کېږي، چې دې حالت د یوه سیاسي حل پر لور د هرې هڅې مخه ډب کړې ده.

افغانان اوس دې ته اړتیا لري چې د داسې تګلارو ملاتړ وکړي چې د علني خبرو اترو او شفافو مذاکراتو پر بنسټ وي، نه د پردې تر شا د پټو معاملو تګلارې.

مذاکرات، خبرې اترې او هر ډول تعامل چې څومره علني وي، په هماغه اندازه د بارو جوړولو په برخه کې پراخه مرسته کوي او ولسونه په دې ډاډه کیږي چې هېڅ څه ترې پټ نه دي.

د افغانستان د مسایلو د حل احتمالي لارې چارې

د افغانستان د مسایلو د حل لپاره یوازینۍ لار نه یوازې داخلي ده او نه یوازې بهرني هېوادونه او نړۍواله ټولنه کولی شي د دې مسایلو دایمي حل تضمین کړي.

د افغانستان د ستونزې د حل لپاره لومړی ګام د یوې ګډې کورنۍ، سیمه‌ییزې او نړۍوالې اجماع رامنځته کول اړین دي چې ټول اړخونه په کې خپل ځانونه وویني.

۱.کورنۍ او ملي اجماع

د افغانستان د بحران د حل لپاره تر ټولو مهمه اړتیا د کورنۍ او ملي اجماع رامنځته کول دي. د کورنۍ اجماع څخه موخه د افغانانو تر منځ د ټولو سیاسي، قومي، مذهبي او ټولنیزو خواو یووالی او د ملي اهدافو لپاره ګډه همکاري ده.

ملي اجماع بیا د دې کورنۍ اجماع پراختیا ده چې د سیمه‌ییزو او نړۍوالو شریکانو ملاتړ هم په کې شامل وي.

د افغانستان د بحران اصلي سرچینه د داخلي بې‌اتفاقۍ، قومي او سیاسي توپیرونو او د قدرت انحصار دی. د دې لپاره چې افغانستان د ثبات په لور ګام واخلي، اړینه ده چې ټولې سیاسي او ټولنیزې ډلې د یو بل منلو لپاره چمتو شي.

۲. سیمه‌ییزه او نړۍواله اجماع

د افغانستان د مسایلو د حل لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پخواني راپور پر بنسټ د یوې مصوبې تطبیق اړین دی. د دې مصوبې لپاره د تطبیق عملي میکانیزمونه باید د نړۍوالې ټولنې، افغان سیاسي څېرو او سیمه‌ییزو هېوادونو د همکارۍ له لارې په علني ډول ولټول شي.

۳. د جنګ او سولې ترمنځ اړیکه

دا خبره منو چې جګړه د ستونزو حل نه دی، خو دا هم نه منو چې د ظالمو او مستبدو نظامونو ملاتړ وشي یا د داسې نظریاتو تایید وشي چې د افغان ټولنې له ارزښتونو سره په ټکر کې وي. د سولې لپاره داسې یو چوکاټ اړین دی چې ټول افغانان، د هر فکر او قوم څخه وي، په کې د ژوند، زده کړو، کار او سیاست مساوي حقونه ولري.

۴. د انحصار او نفې د سیاست مخنیوی

په افغانستان کې د قدرت انحصار د ستونزو بنسټیز لامل دی. د دې انحصار مخنیوی او د ټولو خواو منل د یوه پایدار نظام رامنځته کولو لپاره حیاتي دي. ولس باید د اساسي قانون په چوکاټ کې د خپل مشرتابه او استازو د ټاکلو حق ولري، ترڅو هېڅوک د قوم، سمت، یا سیاسي ډلې په نامه استازیتوب ونه کړي.

۵. د طالبانو د استبدادي واک پر وړاندې لیدلوری

تېر پنځوس کلونه موږ ته ښيي چې استبدادي نظامونه په اوږدمهال کې نه شي پاتې کېدلی. د طالبانو واکمني، چې د استبداد پر اصولو ولاړه ده، له دې قاعدې مستثنی نه ده. خو د طالبانو بدیل باید داسې یو بل استبدادي یا جنګي نظام نه وي، ځکه چې د عمل او عکس‌العمل خبیثه دایره د ستونزو د حل لپاره هیڅکله اغېزمنه نه ده.

۶. د سولې لپاره یوه هر اړخیزه لار

که طالبان او د هغوی ځیني مخالفین د پورته ذکر شویو اصولو سره مخالفت کوي، نو یوازینۍ بله لار جګړه ده او جګړه هیڅکله د افغانانو په ګټه نه ده.

د سولې او تفاهم لپاره د داسې میکانیزمونو رامنځته کول اړین دي چې ټول افغانان په کې خپل ځانونه وګوري.

پایله

د افغانستان د ستونزو حل یوازې په شفافه، جامع او افغاني تګلاره کې ممکن دی چې د سیمه‌ییزو او نړۍوالو هڅو ملاتړ هم ولري. د طالبانو واکمني که څه هم اوس مهال د قدرت په زور دوام کوي، خو په اوږدمهال کې به بې‌ثباته پاتې شي او کمزوري یې حتمي لیدل کیږي.

د یوې اوږدمهالې حل لارې لپاره، د ټولو سیاسي، قومي او ټولنیزو خواو ګډون، د ولسواکۍ د اصولو رعایت او د سولې لپاره د نړۍوالې ټولنې ملاتړ خورا اړین دی.

افغانان حق لري چې د خپل راتلونکي په اړه پریکړه وکړي او دا حق باید د نړۍوالې ټولنې او سیمه‌ییزو هېوادونو له خوا په بشپړه توګه ومنل شي او ملاتړ یې وشي.

د شفافیت، عدالت او ټولو ګډونوالو لپاره د مساوي حقونو پر بنسټ د یوې حل لارې موندل د افغانستان د راتلونکي لپاره یوازینۍ لاره ده.