د ابن خلدون د عصبیت مفهوم او د بشار الاسد ګړندی سقوط
لیکوال: ابراهیم المرعشي
د نومبر پر۲۷مه د وسله والو مخالفو ډلو یو ایتلاف چې د هیئت تحریر الشام په مشرۍ و، په شمال لویدیځه سوریه کې پر حلب او ادلب بریدونه پیل کړل. په لږه موده کې، دوی دمشق ته ورسېدل، په داسې حال کې چې ولسمشر بشار الاسد او د هغه کورنۍ په نامعلوم لوري وتښتېدل.
د سوریې رژیم د پوځ د وېشل کېدو بهیر حیرانوونکی او ګړندی و. دا حالت د افغانستان سقوط ته ورته و، کله چې طالبانو د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته کابل ونیو او همدارنګه په عراق کې، کله چې داعش وسله والو ځواکونو په ۲۰۱۴ کال کې د موصل ښار په څو ورځو کې ونیو.
د هیئت تحریر الشام (HTS)، طالبانواو داعش بریاوې د هغوی د داخلي یووالي، چې ابن خلدون یې د "عصبیت" په نوم یادوي او د هغوی د مخالفینو د ناکامۍ له امله وې.
د افغانستان او عراق د پوځونو په څېر، فساد او درغلګرو شبکو د سوریې پوځ ته زیان ورساوه. ددې ترڅنګ د الاسد ناکامې حکومتدارۍ، مشروعیت نشتوالي او د رژیم نه محبوبیت د سوریې پوځ بې وسه کړی و چې د منظمو وسله والو ډلو پر وړاندې مقاومت وکړي.
مشري او ټیټ مورال
کلونه د سوریې اپوزیسیون د داخلي اختلافاتو او خپلمنځي جګړو له امله ضعیف و، چې دې حالت د رژیم لپاره د خپلو واکونو د ساتلو زمینه برابره کړه. خو له۲۰۲۰ وروسته، جګړه "کنګل شوې" ګڼل کېده، چې دغه وضعیت اپوزیسیون په ځانګړې توګه هیئت تحریر الشام ته د بیا منظمېدو او ځواکمنېدو فرصت ورکړ.
سره له دې چې کلونه اپوزیسیون له ستونزو سره مخ و، خو دوی د جګړې روحیه او د رژیم پر وړاندې د مقاومت هیله ونه بایلله.
د ابن خلدون په وینا، دا ډول داخلي یووالی او عصبیت د بریا لپاره کلیدي دي. هغه د دې مفکورې وضاحت د مغولي مشر امیر تیمور له پرمختګونو څخه اخیستی و، چې یوازې په مرکزي اسیا کې یې پراخې سیمې نه وې نیولې، بلکې د هند ځینې برخې، فارس، عراق او اناتولیا ځینې برخې یې هم لاندې کړې وې.
په ۱۴۰۰[میلادي]کال کې، د تیمور ځواکونو حلب چور کړ او بیا یې چټک برید وکړ چې حماه او حمص یې ونیول. بالاخره، د همدغه کال په دسمبر کې دمشق له جګړې پرته د تیمور پر وړاندې تسلیم شو، په داسې حال کې چې غیرمحبوب مملوک سلطان له ښاره په حیرت وتښتېد.
په سوریه کې د اپوزیسیون په حالت کې، د هغوی مورال یوازې د داخلي یووالي له امله نه، بلکې د دې تصور له امله لوړ شو چې دوی د ملي ازادۍ لپاره جګړه کوي.له بلې خوا، د سوریې پوځ له ټیټ مورال سره مخ و. د دوی په لیکو کې زیاتره عسکر مجبور شوي عسکر وو، چې له نیولو او شکنجې وروسته خدمت کولو ته اړ شوي وو.
د سوریې ۱۳۰ زره پوځ د ۳۰ زره یاغي جنګیالیو پر وړاندې د بري لږ چانس درلود. د سوریې پوځ داسې وپاشل شو لکه څنګه چې د افغانستان پوځ د طالبانو د لږو ځواکونو پر وړاندې وېشل شوی و او لکه څنګه چې د عراق پوځ د داعش د لږ شمېر جنګیالیو پر وړاندې ماه وخوړه.
په حقیقت کې لویې شمېرې د پوځ د داخلي ستونزو د پټولو لپاره کارېدې. د سوریې پوځ – لکه د عراق او افغانستان پوځونه – په پراخ فساد کې ډوب وو. د "خیالي عسکرو" ستونزه پکې عامه وه او د پوځ په لیکو کې جعلي نومونه شاملېدل څو افسران اضافي معاشونه ترلاسه کړي.
د فاسدې کورنۍ سلسلې زوال
کله چې مصر په ۱۹۷۹ کال کې له اسراییل سره د سولې تړون لاسلیک کړ، هغه مهال د سوریې ولسمشر حافظ الاسد – چې د بشار الاسد پلار و – له عربي پوځي اتحادونو څخه په بشپړه توګه لاس واخیست او په خپلواکه توګه یې یو لوی پوځي ځواک جوړ کړ.
شوروي اتحاد سوریې ته د ټانکونو، توپونو، او الوتکو یوه لویه برخه وسایل ورکړل، څو د اسراییل پر وړاندې خپل امنیت ډاډمن کړي. دغه راز، سوریې د اسراییل د اټومي پروګرام پر وړاندې د انډول لپاره د کیمیاوي وسلو پروګرام هم پیل کړ، خو دا وسلې هېڅکله د اسراییلي پوځ پر وړاندې په یوه دودیزه جګړه کې ونه کارول شوې. پر ځای یې، دا ځواک د سوریې د خلکو پر وړاندې وکارول شو – لومړی د حافظ الاسد په واکمنۍ کې د حماه پاڅون پر مهال، او وروسته د ۲۰۱۱ کال د سوریې انقلاب په لړ کې د بشار الاسد د واکمنۍ پر مهال.هغه وسلې چې د اسراییلي پوځ د له منځه وړو لپاره جوړې شوې وې، د سوریې پر ملکي خلکو وکارول شوې. بشار الاسد ان اوږد واټنه سکاډ توغندي په سوریه کې پر خپلو خلکو وتوغول.
کله چې د خلکو په وژنو کې د پوځ د ښکیلتیا له امله د افسرانو او سرتېرو پراخې تېښتې پېښې شوې – چې د پوځ نیمایي ځواک یې له لاسه ورکړ – د الاسد رژیم بهرني ځواکونه راوستل چې د هغه په استازیتوب جګړه وکړي.لبناني حزبالله جنګیالي، د روسیې واګنر ګروپ کرایه شوي عسکر، او مختلفې پرو-ایراني وسله والې ډلې د روسيې له منظموځواکونو سره یو ځای د جګړې ډګر ته راغلې.
په داسې حال کې چې دې بهرنیو ځواکونو د یاغیانو د شاتمبولو لپاره د الاسد رژیم ملاتړ وکړ، خو رژیم تېروتې و اوګومان یې کاوه چې د زور په واسطه به تل واکمن پاتې شي.
الاسد د مشروعیت د بیا ترلاسه کولو لپاره هیڅ هڅه ونه کړه. حکومت د خلکو لپاره د خدماتو په وړاندې کولو یا د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغی؛ د سوریې اقتصاد د سقوط په حال کې و او د خلکو د ژوند معیارونه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي وو.
دا بېپروايي د پوځ په لیکو کې هم څرګنده وه. د ۲۰۲۳ کال تر وروستیو پورې، عسکرو یوازې ۱۰ زره سوریه یي لیرېمعاش زیاتوالی ترلاسه کړی و. د رژیم له سقوط درې ورځې وړاندې الاسد په یوه وروستۍ هڅه کې د پوځ معاشونه ۵۰ سلنه لوړ کړل، خو دا ګام بېاغېزې تمام شو.
هغه څه چې د سوریې له پوځ سره پاتې وو هغه دا وو چې له خپل ولس سره له یوې لسیزې جګړې وروسته نور داسې نه ښکارېدل چې یوه بله لسیزه جګړه وکړي. کله چې بهرني ځواکونه د الاسد لپاره جګړې کولو ته لېواله نه وو، د سوریې پوځ د ښارونو د پرېښودو لړۍ پیل کړه، تر دې چې یاغیانو دمشق ونیوه.
پوځ په بشپړه توګه له منځه ولاړ؛ سرتېرو خپلې نظامي جامې کثافت دانیو ته وغورځولې او ملکي جامې یې واغوستې.
لکه څنګه چې ابن خلدون شاوخوا اووه سوه کاله وړاندې ویلي وو فساد د عصبیت له منځه وړو او د کورنۍ پاچاهۍ د سلسلې د ګړندي زوال لامل کېږي. ښکاره ده چې د الاسد کورنۍ د خپل هېواد له تاریخ څخه هیڅ درس نه و اخستی.