په سیمه ییز سیاست د ټرمپ د ولسمشرۍ امکاني اغیز
د راتلونکې جنورۍ په شلمه ډونالډ ټرمپ د امریکا د اوه څلویښتم ولسمشر په توګه سوګند پورته کوي او په عملي ډول به د خپلې وظیفې چارې پیل کړي.
د نړۍ د یوه منل شوي زبر ځواک د سیاسي قدرت په راس کې د ولاړ رهبر په حیث د هغه د غوره کړیو پالیسیو اهمیت به تش تر امریکا محدود نه وي.
د هغه د سیاستونو اغیز به په ګړده نړۍ کې محسوسیږي، خو د اسیا په کومه برخه کې چې افغانستان، پاکستان ، ایران او نور هیوادونه پراته دي، دلته به د تاریخي، جغرافیايي او سراتیجیکو عواملو په وجه د امریکا په سیاست کې امکاني بدلونونه د نورو سیمو په مقایسه زیات اغیزناک وي.
د پاکستان او افغانستان د ضعیفو دولتي نظامونو په وجه امریکا تر یوې اندازې د دغو هیوادونو په داخلي چارو کې دخیله ده او د دوی اقتصاد، سیاسي سیستم او پوځي ځواک په تشکیل کې هم له ډیرې مودې راهیسې امریکا مهم نقش لوبولی دی، ځکه دلته سیاسي لوبغاړي او شنونکي د امریکا په سیاستونو کې راتلونکي بدلونونه ډیر په غور څاري، پښتو کې متل دی چې میږی ته پرخه هم باران دی.
که مونږ د افغانستان د ملي او ولسي ګټو د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره په دې مسله فکر وکړو، نو په زغرده ویلی شو چې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ ګټه او د جو بایډن بایلات پخپله د افغانستان لپاره یو نسبي مثبت بدلون دی، ځکه جو بایډن له مودو مودو راهیسې د افغانستان او افغانانو په باره کې کلک منفي فکر او تعصب لرلی دی او په وار وار یې افغانستان ته سپکو سپورو ویلو نه خوند اخستی دی.
که د امریکا د ولسمشر د معاون او بیا د ولسمشر په حیث د هغه ویناګانې ولوستل شي، نو ډیر په ګرانه به په هغو کې د افغانستان او افغانانو باره کې د خیر خبره ومندل شي.
د دې خبرې مطلب هرګز دا نه دی چې ټرمپ به د افغانستان په باره کې د امریکا سیاست ته په اساسي توګه تغیر ورکړي او د افغانستان په ګټه به سیاست پیل کړي.
ټرمپ به هغه څه کوي چې د امریکا ملي ګټې او په خاصه توګه د غټو پانګه والو ګټې یې حکم کوي، خو دا توپیر به ضرور وي چې ټرمپ به په شخصي توګه د افغانستان په مقابل کې هغه عقده او تعصب نه لري چې بایډن درلود.
که څه هم له طالبانو سره د دوحې قراداد د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې امضا شوی و، خو د هغه د تطبیق پروسه د جو بایډن په دوره کې تر سره شوه.
د بایډن حکومت نه یوازې طالبانو ته په افغانستان باندې د هغوی د امارت تحمیلول اسان کړل، ورسره ورسره یې د هغوی سره د تعامل پروسه دوامداره او منظمه کړه.
د داعش پر ضد د مبارزې په نوم یې طالبانو ته د ډالرو د کڅوړو ورلیږل هیڅ یوه میاشت هم کنډو نه کړل.
د امریکا په تشویق اروپا او ځینی نوروسیمو کې بعضې هیوادونو د افغانستان سفارتونه طالبانو ته وسپارل، کیدای شي چې د دې ښیګړو په بدل کې طالبانو امریکا ته په ستراتیجیکو اړیکو کې داسې ګټه ور رسولې وي، چې مونږ ته معلومه نه ده، خو دا هم حقیقت دی چې د دریو کلونو نه زیات وخت کې طالبانو په افغانستان کې جینکۍ مکتبونو ته نه دې پرې ایښې.
په ښځو یې نه یوازې د کار، روزګار او ټولنیزو فعالیتونو دروازې تړلې، ورسره یې د ښځې د مخ په لیدل کیدو یا د هغې د غږ په اوریدل کیدو مطلق بندیز لګولی دی، چې دغه پالیسي اوس تر جنسیتي اپارتاید رسیدلې ده.
افغان ښځو د دغه جنسیتي استبداد په ضد په هیواد کې د ننه اوبهر ډیره په مېړانه مبارزه کړې ده، خو د بایډن حکومت د افغان ښځو د حقونو په غږ غوږ نه دی ګرولی.
هم دغه رنګه طالبانو د افغانستان د جمهوریت د دورې دولتي مامورین او په خاصه توګه د هغې دورې عسکر او صاحب منصبان په ګڼ شمیر وژلي دي، خو امریکا یا نورو غربي هیوادونه د طالبانو په ضد کوم ګام پورته کړی نه دی.
د ټرمپ د معاملې کلتور په نظر کې نیولو سره دا تخمین کیدای شي چې د هغه حکومت به له طالبانو سره د تعامل په بدل کې څه نه څه څرګنده اقتصادي یا سیاسي بیعه ترلاسه کړې وای او دا هم امکان وو چې د طالبانو له خوا دوحې د معاهدې د محتویاتو څخه سرغړونې ته امریکا څه عکس العمل ښودلی وی او امکان دی چې د دې نه وروسته دغه کارونه صورت ومومي.
د پاکستان جنرالواکي هم د ټرمپ د واکمنۍ نه یو لړ تشویشونه لري. د دوۍ غټ تشویش د ټرمپ او د هند د صدراعظم مودي ترمنځه نزدې اړیکې او ټرمپ په اداره کې د هندي نژاد امریکایانو شتون دی.
د دوی بله ژوره اندیښنه د پاکستان لپاره د امریکا او چین سره د پاکستان په مناسباتو کې د توازن ساتلو د ناممکن کیدلو تر حده ګران کار په باره کې ده او دغه مشکل د امریکا او چین تر منځ د شدیدې سیالۍ په وجه نور هم ګران شوی دی.
د پاکستان اقتصادي وضع دومره خرابه او بحراني ده چې د نړۍ د ډیرو هیوادونو او مالي موسسو نه یې پورونه اخستي دي.
هغه د پښتو متل پری سمون خوري چې د اسمان لاندې یې کور دی نو په دوی باندې یې پور دی، ځکه پاکستان د چین او امریکا دواړو قرضو او کومکونو ته اړتیا لري، خو د زبر ځواکونو پورونه او کومکونه د مفتو مال نه دی. دواړه بیلې بیلې او د یو او بل سره مخالفې غوښتنې لري.
که څه هم د افغانستان نه دخپلو پوځونو د ایستلو نه وروسته امریکا د پاکستان خدماتو ته د په خوا غوندې اړتیا نه لري، خو د ولسمشر جو بایډن د پاکستان سره څه نه څه مناسبات ساتلي وو، ولې پاکستاني جنرالان د ټرمپ نه ځکه ویره لري چې ټرمپ مخکې نه مخکې ویلي، چې هغه به د هغو امریکايي جنرالانو سره حساب کتاب کوي، د چا د بې غورۍ په وجه چې د افغانستان نه د وتلو په پروسه کې امریکايي عسکرو تلافات لیدلی یا د یوه ابر قدرت په حیث د امریکا حیثیت ضرر لیدلی دی.
په دې ټولو پروسو کې پاکستان هم ډیر دخیل و، نو ځکه دوی هم د بازپرس ویره لري او بل غټ تشویش دا دی چې ټرمپ به د چین سره د پاکستان د مخ په ژوریدونکو ستراتیجیکو او اقتصادي اړیکو هم یو سلسله پوښتنې ولري، په خاصه توګه چې کله د چین او امریکا تر منځ اقتصادي جنګ زور واخلي او امریکا په چین یو شمیر بندیزونه ولګوي، نو پاکستان لپاره به وضع ډیره مشکله او پیچیده شي.
په اوسني وخت کې د پاکستان د حکومت تر ټولو سرسخت مخالف عمران خان په امریکا کې ډیر قوي لابیګران لري، نو دلته ویره موجوده ده چې که د لابیګرانو او پاکستانی دایاسپوره د کار په نتیجه کې ټرمپ د عمران خان د بند نه د خوشي کیدو غوښتنه وکړي، نو پاکستان به څه کوي ؟
لوي درستیز جنرال عاصم منیر او صدراعظم شهباز شریف سعودي عربستان ته څو ځله شهزاده محمد بن سلمان ته د خواست کولو لپاره منډې وکړې چې هغه ټرمپ ته د پاکستان سفارش وکړي.
شهباز شریف په تیرو شپږو میاشتو کې د محمد بن سلمان لیدلو لپاره پنځه ځله سعودی عرب ته سفرونه کړي، چې د ټرمپ او پاکستان اړیکه ټینګه کړي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.