بګرام؛ د ټرمپ کمپایني شعار و که ستراتیژیک لید؟

د امریکا متحده ایالتونو د ۲۰۲۴کال ولسمشریزو ټاکنو کمپاین کې ډونالډ ټرمپ پر يوه غیر معمولي غوښتنه مکرر ټینګار درلود: «له طالبانو سره د یوه سوداګریز تړون یا معاملې له لارې د افغانستان بګرام هوایي اډې بیرته ترلاسه کول». د منځنۍ اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي به دغه دریځ روښانوي.

ټرمپ په ایوا کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې که په ۲۰۲۴ کال کې بیا ولسمشر شي، نو له طالبانو سره به د یوې معاملې له لارې بګرام هوايي ډګر بېرته تر لاسه کړي.نوموړي دغه ستراتیژیکه هڅه د چین د فعالیتونو د څارنې لپاره اړینه وبلله او د بګرام پرېښودل یې د بایډن ادارې یوه ستره تېروتنه وګڼله.

ټرمپ وویل: « بګرام یوازې یو ساعت د چین له هغه ځایه لرې دی چېرې چې دوی خپل اټومي توغندي جوړوي. موږ دا نه شو پرېښودلی. موږ به یې بېرته تر لاسه کړو، که د یوې معاملې له لارې هم وي».

سره له دې چې شنونکي د ټرمپ نوې اداره د منځنۍ اسیا له کارپوهانو تشه ګڼي، خو د بګرام په تړاو د نوموړي څرګندونې د هغه د بهرنیو سیاستونو د لید د یوې برخې په توګه د چین پر وړاندې د واشنګټن د ستراتیژیک دریځ بیا تنظیمولو ته یوه اشاره ګڼل کېدای شي.

د امریکا له وتلو وروسته، چین له طالبانو سره حپلې اړیکې ټینګې او پیاوړې کړې او د اقتصادي پروژو د پلیتابه او تړونونو ترلاسه کولو لپاره یې ځینېګامونه پورته کړي دي.

بګرام: ستراتیژیکه نقطه

ټرمپ بګرام د افغانستان په خاطر نه، بلکې د سیمې د ستراتیژیک ارزښت له مخې مهم بولي.

بګرام هوايي ډګر د افغانستان په پروان ولایت کې پروت دی، چې د امریکا د پوځ تر ټولو لوی مرکز و. د دغهډګر موقعیت نه یوازې د افغانستان لپاره مهم دی، بلکې د چین لویدیزې پولې ته د نږدېوالي له امله نړیوال ارزښت هم لري.

ټرمپ خپلو ملاتړکوونکو ته وویل: « موږ بګرام ساتل غوښتل، نه د افغانستان لپاره، بلکې ددې لپاره چې دا د چین د اټومي توغندیو له مرکز څخه یوازې یو ساعت لرې دی. اوس چین پرې واکمني لري».

ټرمپ وویل چې د بګرام ترلاسه کولو په بدل کې به له طالبانو سره یو سوداګریز تړون یا معامله وکړي. هغه د خپلې لومړۍځل ولسمشرۍ پرمهال له طالبانو سره د دوحې تړون لومړنۍ چارې پیل کړې، چې په افغانستان، په ځانګړې توګه بګرام کې د امریکايي پوځیانو ساتل پکې مهم بحث و، خو تراوسه ددغه تړون هغه ضمیمې نه دي په ډاګه شوې، چې ځینې شنونکي یې طالبان په پټولو تورنوي.

د ټرمپ دغه غوښتنه او وړاندیز په اوسنیو شرایطو کې ډېر عملي نه ښکاري خو ددوحې تړون په اډانه کې پر طالبانو د فشار یوه وسیله ګرځېدای شي.

طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پرله‌پسې توګه د بهرني پوځي حضور مخالفت کړی او پرخپله خپلواکي ټینګار کوي. د طالبانو اوسنيو چارواکو څو ځله ویلي چې دوی به هېڅ بهرني ځواک ته په افغانستان کې د پوځي حضور اجازه ورنه کړي.

ټرمپ پر خپل دیپلوماټیک ځواک باور لري او ادعا کوي چې د طالبانو مشران هغه ته درناوی لري او د هغه امرونه یې منلي. هغه څو ځله د عبدل « عبدالغني برادر» یادونه کړې ده.

د افغانستان د شنونکو په باور، ټرمپ د افغانستان په اړه د خپل لومړي ځل بهرني سیاست اصولو ته راستنېدونکی ښکاري، خو د دې ستنېدا ماهیت د منځنۍ اسیا په تړاو د هغه د بهرني سیاست تر اعلانېدو پورې لا ناڅرګند دی. البته هغه تل د امریکا ملي ګټوته د دیموکراسۍ پر ترویج او ملت جوړونې لومړیتوب ورکړی. له همدې امله د هغه په اړه اټکل کیږي چې د پوځي ښکیلتیاوو پرځای به ډېر سیاسي معاملو او اقتصادي فشارونو ته مخه کړي.

کمپایني شعار که عملي پلان؟

د بګرام د بیا ترلاسه کولو په تړاو د ټرمپ دریځ د هغه د کمپاین ملاتړکوونکو ته جالب و، خوعملي اړخ یې د طالبانو دریځونو ته په پام کمزوری ښکاري. که د دوحې تړون په ضمیمو کې په دې اړه څه توافق نه وي شوی، ټرمپ ته به ستونزمنه وي چې بېرته بګرام ته را وګرځي.

سره له دې چې طالبانو ټینګار کړی چې د افغانستان فضا لاهم اشغال ده او د امریکا متحده ایالتونو بې پیلوټه الوتکې پرې ګرځي، خو پرځمکه دوی د خپلو قوانینو او حکومتولۍ په چارو کې ظاهرا په خپلو تصمیمونو متکي دي.

په۲۰۲۱ کال کېله افغانستان نه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، تاریخي بهیر ته په پامد ځواک یوه تشه پاتې شوه چې ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول چین، هڅه وکړه له هغې ګټه واخلي. منځنۍ اسیا اوس د سیمه ییزو قدرتونو لپاره د سیالۍ ډګر ګرځېدلی. چین د خپل یو کمربند، یوه لار نوښت له لارې په سیمه کې د پانګونې هڅې پیل کړې دي.افغانستان هم په دې دایره کې د ښکیلیدو په حال کې دی.

په ورته وخت کې، روسیه هڅه کوي په سیمه کې خپل نفوذ وساتي. مسکو د داعش له ویرې د منځنۍ اسیا هېوادونو مستبد دولتمشران ځان ته نږدې کړي.د ټرمپ له بري سره هممهاله د دواړو هېوادونو جګپوړي پلاوي کابل ته لاړل او له جګپوړو طالبانو سره یې پر دوه اړخیزو مسایلو او همکاریو خبرې وکړې. مسکو ژمنې وکړې چې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي او په شانګهای همکارۍ سازمان کې به د افغانستان د څارونکي غړي څوکۍ بېرته فعاله کړي.

ټرمپ له دې اړخه د بګرام پر بایللو خواشینی دی او ددې ټولو لامل، د جوبایډن په لارښوونه له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو بیړني وتل ګڼي.

طالبان څومره ټرمپ جدي ګڼي؟

طالبانو د متحده ایالتونو په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بري په تړاو یوه محتاطانه اعلامیه خپره کړه او له واشنګټن سره یې د ښو اړیکو هیله وښوده. خو له دې سره سره، ددې ډلې په مشرتابه کې له ټرمپ نه یوه ښکاره ویره محسوسیږي، ځکه ټرمپ ډېری په ناڅاپي تصمیمونو مشهور دی.

د طالبانو قطر دفتر، په ځانګړې توګه ملا عبدالغني برادر چې د متحده ایالتونو له مذاکراتي پلاویو سره د خبرو اترو په بهیر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر و، د ټرمپ له راتلونکو تصمیمونو اندېښمن دي.

په کندهار کې یو شمېر سرچینې وايي چې د طالبانو د کندهار په وروستیو ناستو کې چې ددې ډلې مشرانو او د کابینې غړو پکې ګډون کړی و، یو مهم بحث د دوحې تړون د ځینو مواردو پلي کول و، چې واشنګټن پرې ټینګار لري، خو د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د خپل کم سیاسي لید له امله نړیوالو پرمختګونو، حسیاستونو او د دوحې تړون پلیتابه ته چندان اعتنا نه کوي. په دې مواردو کې بین الافغاني خبرې اترې، له ترهګرۍ سره مبارزه او ځینې نور موارد شامل دي چې د طالبانو اداره پکې تر دې مهاله پاتې راغلې ده.

د ټرمپ په راتلونکې اداره په ځانګړې توګه پوځي برخه کې ډېر داسې کسان غوره شوي، چې په افغانستان کې د جګړې مخینه لري، یا له طالبانو سره جوړنه دي. د طالبان وسله والې مخالفې ډلې هم د نوې ادارې له رامنځته کېدو سره هممهاله تر پخوا ډېرې فعالې شوې، چې ددې ډلې لپاره سرخوږ جوړولی شي.

د بګرام هوايي اډه ظاهرا د ټرمپ کمپایني شعار ګڼل کیږي او طالبان په عامه کچه ارزښت نه ور کوي، خو د طالبانو ځینې مشران دا مساله بابیزه نه ګڼي، ځکه د ټرمپ سیاسي کرکټر ته په پام، پر کابل په هره برخه کې فشارونه راتلای شي، په ځانګړي ډول په سیمه کې د چین د نفوذ کمولو ته نوموړی ډېر متوجه دی.

د اوکراین د جګړې پای ته رسېدل، د ټرمپ ادارې ته یوځل بیا دا فرصت ور کوي چې منځني ختیځ او منځنۍ اسیا ته پام واړوي. په منځنۍ اسیا کې د امریکا بیا حضور ته اړتیا تر ډېره د افغانستان د وضعیت له پرمختګونو سره تړلی دی.