د بخښنې نړۍوال سازمان: پر طبي انسټیټوټونو بندیزونه د ښځو د روغتیا لپاره خطرناکې پایلې لري
د بخښنې نړۍوال سازمان وایي، چې طالبانو په داسې یوه هېواد کې پر طبي انسټیټوټونو بندیزونه لګولي، چې د میندو د مړینې له لوړې کچې سره مخ دی.
د دغه سازمان په خبره، د طالبانو دا پرېکړه د ښځو د روغتیا لپاره خطرناکې او ویجاړوونکې پایلې لري.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د دوشنبې په ورځ په رسمي توګه په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو زده کړې منع کړې.
د نوموړي دغه پرېکړه د طالبانو ترمنځ د اختلافونو او په څو ډلو د وېشلو لامل شوی دی.
ټاکل شوې ده، چې په همدې تړاو په کندهار ولایت کې د لوړپوړو طالب چارواکو ترمنځ غونډه وشي.
طالب چارواکو د هبت الله د دې پرېکړې د اقدام په اړه هېڅ ډول توضیحات نه دي ورکړي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې ټولو طبي انسټیټوټونو ته دستور ورکړ، چې دغو مراکزو ته د نجونو د ورتلو مخه ونیسي.
د طالبانو دا پرېکړه د ښځینه محصلینو د سختې غوسې لامل شوې ده.
ښځینه زده کړیانو افغانستان انټرنشنل ته په استول شویو پیغامونو کې ویلي، چې د طالبانو دغه پرېکړه د دوی پر روحیې تر ټولو سخت ګوزار دی.
د بخښنې نړۍوال سازمان د ښځو او نجونو پروړاندې د دې فرمان لامل د هغوی د جنسیت له امله بولي.
یاد سازمان د سې شنبه په ورځ وویل: «زده کړې د بشر له اساسي حقونو ګڼل کېږي چې طالبان یې په پرله پسې توګه تر پښو لاندې کوي.»
د بخښنې نړۍوال سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي: «دغه بندیزونه سره له دې چې د نجونو د زده کړو په برخه کې وروستۍ لارې بندوي، د ښځو د سلامت په برخه کې هم خطرناکې او ویجاړوونکې پایلې لري او افغانستان داسې یو هېواد دی چې په کې د میندو د مړینې کچه هم لوړه ده.»
ښځینه زده کړیانو په بېلابېلو پیغامونو کې له طالبانو غوښتي، چې پر نجونو دغه بندیزونه لرې کړي.
دوی وایي، چې د پوهنتونونو وروسته د دوی یوازینۍ هیله انسټیټوټونه و، خو دغه مراکز هم وتړل شول.
د بخښنې نړۍوال سازمان هم له طالبانو وغوښتل، چې د ښځو پروړاندې د محدودیتونو ټول فرمانونه لغوه کړي.
دغه سازمان همداراز ټينګار وکړ، چې ښځې او نجونې باید له وېرې، ګواښ او محرومیت پرته وکولی شي له خپلو انساني حقونو ګټه واخلي.
روغتیایي پوهان خبرداری ورکوي، چې دغه محدودیتونه به د اوږدمهال لپاره د افغانستان د روغتیایي نظام لپاره ناوړه پایلې ولري.
د نجونو پروړاندې د ښوونځيو، پوهنتونونو او انسټیټوټونو د دروازې بندېدل په دې معنا دي، چې افغانستان به تر راتلونکو ۱۳ کلونو د طب په برخه کې ښځینه فارغانې و نه لري.
دا په داسې حال کې دی، افغانستان په نړۍ کې له هغو هېوادونو دی، چې د میندو او ماشومانو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.
د نړۍوال روغتیایي سازمان د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې په ورځ کې ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د هغو ناروغیو له امله ژوند له لاسه ورکوي، د درملنې وړ وي.