د ۱۹ کلنو اسیا جام؛ افغان لوبډله د نیپال په وړاندې توپ وهنه کوي

د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو په لړ کې د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله نن د نپیال لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوه. د دغې سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګتله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د ۲۰۲۴ کال د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو کې د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله نن خپله درېیمه لوبه د نیيال د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په وړاندې ترسره کوي.
د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو کې د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې تر دې مهاله د بنګله دېش او سریلانکا د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو سره دوه لوبې ترسره کړې دي او خپلې دواړه لوبې یې بایللې دي.
د ۱۹ کلنو پنځوس اوریز اسیا جام کې نن د افغان لوبډلې سفر پای ته رسېږي، ځکه په ګروپي لوبو کې یې هیڅ یوه لوبه هم نه ده ګټلې.
نن د نیپال په وړاندې د افغان لوبډلې په یوولس کسیز نوملړ کې د محبوب خان ستانکزي په لوبډلمشرۍ، عزیر الله ستانکزی، فیصل شینوزاده، برکت ابراهیمزی، حمزه علیخېل، نظیف الله امیري، نصیب معروف خېل، عزت خان، الله محمد غضنفر، عبدالعزیز خان او خاطر ستانکزی اخیستل شوي دي.