د کرېکټ د لس اوریزه لیګ اتلولي ډیکن ګلاډیټرز لوبډلې وګټله

د ۲۰۲۴ کال د لس اوریز کرېکټ سوداګریز لیګ اتلولي ډیکن ګلاډیټرز لوبډلې ګټلې ده. دغه لیګ د نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه پیل شوی و او تېره ورځ یې وروستۍ لوبه ترسره شوه.

د لس اوریز لیګ وروستۍ لوبه کې ډیکن ګلاډیټرز او موریسویلز سمپ ارمې لوبډلې سره مخامخ شوې وې.
ډیکن ګلاډیټرز لوبډلې د سمپ ارمي لوبډلې ته په لس اورونو کې د ۱۱۱ منډي هدف ورکړ.
خو د سمپ لوبډله ونه توانېده، چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او په لسو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۴ منډې جوړې کړې.
په همدې سره د ډیکن ګلاډیټرز لوبډلې د اتو وېکټو په توپير لوبه وګټله او د اتلولۍ جام یې په خپل نوم کړ.
د ابو دبۍ دغه مشهوره لس اوریز لیګ د نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه پیل شوی و.
په دغه لیګ کې د نورو هېوادونو د لوبغاړو تر څنګ ۲۳ افغان لوبغاړو هم برخه لرله.
په دغه لیګ کې له افغانستان څخه د راشد خان، محمد نبي، رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزي او کریم جنت په څېر مشهوره افغان لوبغاړو ګډون درلود او محمد نبي او رحمن الله ګربز بیا په کې د جلا، جلا لوبډلو لوبډلمشران هم وو.