روسیې د افغانانو په ګډون یو شمېر «ناقانونه» کډوال له دغه هیواده ایستلي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/277ac932c47e7a1651fd28529cec19fd37777fcc-650x400.jpg?rect=0,17,650,366&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
روسي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد ځواکونو په پسکوف ښار کې ۱۵ تنه «ناقانونه» کډوال نیولي او ایستلي دي. د راپور له مخې دغه کډوال د افغانستان، کینیا، سریلانکا او قزاقستان وګړي دي او هڅه یې کوله چې په «ناقانونه» توګه له پولې تېر شي او اروپا ته ولاړ شي.
د روسیې د قوانینو له مخې، ایستل شوي وګړي تر راتلونکو پنځو کلونو پورې دغه هېواد ته بیا نه شي دننه کیدی.
د روسیې حکومت شمېرې ښيي چې د روان کال له پیل راهیسې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو یوازې د پسکوف له ښاره ۵۲۰ بهرني وګړي له روسیې څخه ایستلي دي.
دغه شمېرې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو پرتله نږدې درې برابره زیاتې دي.
په تېرو درېیو کلونو کې د منځنۍ اسیا یو زیات شمیر وګړو او همدارنګه افغانانو هڅه وکړه چې له روسیې څخه اروپا ته ننوځي. خو روسیې د دوی زیات شمېر ونیول او بېرته یې خپلو هېوادونو ته استولي دي.