طالبان: له ایران او پاکستانه شاوخوا ۱۵۰ کورنۍ راستنې شوې
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه شاوخوا ۱۴۳ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې.
دغه اژانس پر اېکس پاڼه کاږلي دي، چې دغه کورنۍ د افغانستان له څلورو لارو تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پله له لارې ستنې شوې دي.
د دغه خبر له مخې، د دغو راستنو شویو کورنیو له ډلې ۲۴ یې د تورخم له لارې، ۲۰ یې د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۳۵ د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۶۴ نورې بیا د هرات د اسلام کلا له لارې راستنې شوې دي.
خو د دغو راستنو شویو د ټولټال شمېرو په اړه څه نه دي ویل شوي او دا هم نه دي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په زور راستنې شوې او که په خپله خوښه.
دغه اژانس لیکلي، چې له دغې ډلې ۱۵ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او په لسګونو نورو یې بیا مرستې وېشلې دي.
له بل پلوه ایراني چارواکي وایي، چې د روان کال ترپایه به له دغه هېواده له دوو څخه تر دوه نیم مېلیونو پورې بې اسناده افغان کډوال واېستل شي.
تازه د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ په پلازمېنه اسلام اباد کې د وروستيو سیاسي ناکراریو او ناامنيو په اړه یوه خبري کنفرانس ته ويلي و، چې د ډیسمبر مياشتې ترپايه باید هغه افغانان چې په اسلام اباد کې اوسېږي؛ د اوسېدو اجازه لیک (این او سي) تر لاسه کړي او له هغې پرته به له دغه ښاره واېستل شي.
په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، چې دوی دمګړۍ د پاکستان له حکومتي چارواکو سره په خبرو اترو بوخت دي او ښایي ډېر ژر د دغې را ټوکېدلې ستونزې د حل یوه لاره راوباسي.
په اسلام اباد کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) تېره ورځ د (لېندۍ ۹ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هماغه شان چې پاکستان په تېرو څلورو لسیزو کې د افغان کډوالو سمه مېلمه پالنه کړې؛ لا هم ډاډمن دي چې دغه هېواد به د افغان کډوالو په خوندیتوب کې د تېر په څېر همکاري وکړي.