د ۱۹کلنو د کرېکټ اسیا جام سیالۍ؛ افغانستان پچه وګټله لومړی توپ اچونه کوي
د ۱۹کلنو کرېکټ ملي لوبډلو اسیا جام سیالۍ نن پیل شوې، افغان لوبډلې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې پچه وګټله او لومړی توپ اچونه کوي.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه نن د افغانستان او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب د دوبۍ کرېکټ نړۍوال لوبغاري کې ترسره کېږي.
په ننۍ لوبه کې په افغان لوبډله کې د محبوب تسکین په لوبډلمشرۍ عزیرالله نیازی، فیصل خان، برکت الله ابراهیمزی، نظیف امیري، نورستاني عمرزی، حمزه خان، عبدالعزیز، خاطر ستانکزی، نصیرخان او الله محمد غضنفر شامل دي.
له دغې لوبې وروسته د نیپال د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د سریلانکا د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو کې د ۸ هېوادونو د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې په دوو ګروپونو کې یو د بل په وړاندې لوبېږي.
د دغو سیالیو په الف ګروپ کې د هند، جاپان، پاکستان او متحده عربي امارتو لوبډلې او په ب ګروپ کې د افغانستان، بنګله دېش، نیپال او سریلانکا د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې شاملې دي.
افغان لوبډلې تازه د متحده عربي اماراتو او پاکستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ته په درې اړخیزې لوبلړۍ کې ماتې ورکړه.