د ۱۹ کلنو اسیا جام؛ د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله د بنګله دېش په وړاندې لوبېږي

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ د بنګله دېش د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالۍ سبا په عربي متحده اماراتو کې پیلېږي.
افغان لوبډله خپله لومړۍ لوبه د بنګله دېش په وړاندې تر سره کوي.
دغه سیالي د کابل پر وخت سهار ۹ نیمې بجې پیلیږي.
په همدې ورځ د نیپال د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د سریلانکا د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د یادو سیالیو لپاره بشپړ چمتوالی نیولی.
افغان لوبډلې تازه د متحده عربي اماراتو او پاکستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ته په درې اړخیزې لوبلړۍ کې ماتې ورکړه.
د ۱۹ کلنو اسیا جام کرېکټ سیالیو کې د ۸ هېوادونو د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې په دوو ګروپونو کې یو د بل په وړاندې لوبېږي.
د دغو سیالیو په الف ګروپ کې د هند، جاپان، پاکستان او متحده عربي امارتو لوبډلې او په ب ګروپ کې د افغانستان، بنګله دېش، نیپال او سریلانکا د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې شاملې دي.