افراط ته نه! تفریط ته نه!
څو ورځې وړاندې په سعودي عربستان کې د امریکايي سندرغاړې جینیفر لوپز کنسرت او ورسره د جامو ښوونې یو نندارتون جوړ شو، لوپز نیمه بربنډه د نندارې پرغولي راښکاره شوه او نورې نیمه بربنډې نڅاګرې ورسره ونڅېدې.
روسته د جامو ښوولو په ننداره کې هم ښځې په نیمه بربنډه جامو کې له یوه داسې سکرین لرونکي مکعب څخه ګردې راتاوې شوې، چې په سعودي کې یې ترټولو د سپېڅلي مکان جوړښت تداعي کاوه. ګڼ سعودي شیخان له خپلو چلتارونو او اوږدو سپینو کمیسونو سره ورته ناست وو. دې کیسې په نړۍ کې خبرونه، په اسلامي هېوادونو کې متناقض غبرګونونه او د افغانانو ترمنځ غوسه، طنز، کرکه، پېغور او د ځینو له خوا هرکلي راوپارول.
د عربستان واکمن شاهزوی بن سلمان په ډراماتیکه بڼه دغه د نړۍ یوه ترټولو تړلې ټولنه مخ په پرانیستلو روانه کړې ده، خو ایا هغه څه چې څو ورځې مخکې پېښ شول د ټولنېپرانیستلو د دې لړۍ یوه برخه ده؟
راځئ دا پوښتنه لږ نوره هم دقیقه کړو، ایا دا هڅه د دې لړۍ سمه برخه ده؟
پوهېږم، چې دې پوښتنې ته به غبرګون ډېر متضادو متناقض وي. د فردي و لېبرالې خپلواکۍ پلویان به وايي، چې ښه یې کړي دي او د محافظهکار فکر خاوندان به وايي، ناسم کار یې کړی دی. دواړه لوري به بلها ډېر دلایل او منطقي استدلال هم لري.
بل خوا په افغانستان کې معصومې او محجوبې نجونې له ښوونځي و پوهنځي محرومې دي او واکمن شیخان وايي: « د ښځې د غږ اورېدل پرښځو هم حرام دی او باید یوه له بلې سره په اشاره خبرې وکړي.»
سعودي عربستان او افغانستان دواړه اسلامي هېوادونه دي، د یوه دین پلویان دي، د دین مصادر و سرچینې یې سره شریکې دي، خو تفسیرونه و تعبیرونه یې تر دې بریده سره لرې دي.
د بن سلمان تفریط او پرافغانستان د واکمنو افراط د ګډو دیني سرچینو په اړه ګڼې پوښتنې راپارولې دي. میلیونونه ځوان افغانان دا پوښتنې لري، ښايي ځينې یې د تکفیر له ډاره هېڅ نه وايي، خو د انسان ذهن پوښتني خامخا تولیدوي. دا یې کار دی، هیڅوک یې درولای نه شي.
ګڼ سعوديان متدین خلک دي، دوی له فرهنګي، تاریخي و جغرافیايي پلوه د ټولې اسلامي نړۍ د عقیدوي ارزښتونو د سرچینې په توګه ځانونه ټولې نړیوالې اسلامې ټولنې ته مسئول ګڼي، خامخا به دغسې تش په نامه اصلاحاتو او بدلونونو ته خواشیني وي.
اصلاحات تر هغه بریده معقول وي، چې د ټولنې اړتیاوې پوره کړلای شي، د تجملاتو تحمیل ته اصلاحات ویلای نه شو.
د افغانستان خلک وږي دي، زدکړو ته اړتیا لري، پرمختیا او کار ته محتاج دي. بنسټي بشري حقونو ته او وګړوالو خپلواکیو ته هم.
پردوی بندیزونه لګول او له هرڅه یې محرومول هماغومره نامعقول چلند دی، لکه په سعودیانو کې ناڅاپه د امریکايي بربنډو سندرغاړو نڅول. یو افراط دی بل تفریط.
د دې افراط و تفریط ترمنځ منل شوی حقوقي قلمرو څه دی؟
هغه قوانین چې د یوه ولس له فرهنګ، ارزښتونو، باورنو او اړتیاوو سره سم یې اکثریت وګړي په جوړولو کې ارادي ګډون ولري او خپلې ازادۍ یې د خپلې رایې په وسیله تعریف کړې و محدودې کړې وي.
افغانستان د جنیفر لوپز کانسرت ته اړتیا نه لري، خو د خپلو نجونو ښوونځي، پوهنځي او کار ته تللو ته داسې اړتیا لري، لکه د ژوند اوبه.
سعودي ښځې هم د څو کاله پخوا محدودیتونو ماتېدو ته خوښې دي، اوس کړلای شي موټر وچلوي، ټولنیزو کارونو کې یې برخه مخ په پراخېدو ده، پر لوړو دولتي څوکیو ټاکل کیږي. هغسې جامې اغوندي، چې د دوی فرهنګ او خلک یې مناسبې بولي. دا ښه اصلاحات دي، ځکه ټولنه ورته (اړتیا) لري. خو د جینیفر لوپز کانسرت ته د سعودي ټولنه نه، ښايي ځینې افراد اړتیا ولري، دا پر ټولنه تپل ناسم کار دی.
اعلیحضرت امان الله شاه غازي وطن ته ریلګاډی، برېښنا، راډیو، بانکي سیستم، هویتي تشخص، تولیدي کارځایونه او ترټولو مهم د خلکو له ارادې راپنځېدلی قانوني سیستم غوښت، دا ټول اړین او حیاتي اصلاحات وو، چې ټولنې ورته اړتیا لرله، خو دا حکم چې نارینه په تېره بیا مامورین به خامخا شاپو خولۍ په سروي او د سلا م پرځای به یو بل ته خولۍ له سره پورته کوي، نه یوازې په اصلاحاتو کې نه راتلل، بلکې د خندا وړ داسې چلند و، چې د اماني اصلاحاتو ۹۰٪ ضروري اقدامات یې هم ترسیوري لاندې راوستل او د متعصبو ناپوهو کړیو تکفیر ته یې لاره هواره کړه.
سوکرات ته منسوب روایت دی، په محکمه کې یو تور پرې دا و، چې د یونان خدایانو ته په سپکه ګوري او پر خدایانو یې د ځوانانو عقیدې کاواکه کړي دي.
سوکرات په خپله دفاعیه کېوویل: « زه د چا له دین او ایمان سره ستونزه نه لرم، خو خامخا د انسانانو له هغو غلطو کارونو سره مخالف یم، چې ګټه په کې د دوی وي، خو په خلکو یې په دې نامه ورتپي، چې ګواکې خدایانو هسې یا داسې ویلي دي.تر دې شرموونکی رذالت بل نهشته، چې ځینې ځانونه تر نورو په دې لوړ ګڼي، چې ګواکې د خدایانو استازي دي او تر دې بیا لوی حماقت بل نهشته چې په ټولنه کې خلک د دوی دغه دعوا مني.»
د سعودي او افغانستان ترمنځ له یوې سرچینې د تعبیرونو او تفسیرونو دومره لوی توپیر د واکمنو تفسیروونکیو او تعبیروونکیو له ګټو راپورته شوی دی. دا افراط و تفریط د دواړو واکمنو ډلو له واکغوښتنې او اقتدارطلبۍ څخه رامنځته کیږي. بن سلمان پوهیږي، چې په نړۍ کې لوی صنعتونه بریښنايي کیږي او د سعودي د تېلو سرچینې بېپایه نهدي. دوی پر بدیلو اقتصادي سرچینو فکر کوي، ګرځندوی او له نړۍ سره پرانیستې سوداګري یې په لویو ځایناستو کې ګڼلي دي، دوی فکر کوي چې له نړۍ سره داسې تعامل خو یوې پرانیستې ټولنې ته اړتیا لري،عربي متحده امارات و ځینې نور هېوادونه یې بېلګې دي، له همدې کبله یې په دې کې بېړه وکړه او د پرانیستې ټولنې په رامنځته کېدو کې یې تفریط ته لاس واچاوه.
په افغانستان کې هم واکمن شیخان چې د سیاست کولو بل هېڅ روایت نه لري او په واک کې د پاتېدا بله هېڅ وړتیا نه پېژني، د دین تر پوښښ لاندې یې یو ملت زنداني کړی او د ساه ایستلو حق یې هم ترې لوټلی دی، که څوک ځان وخوځوي د تکفیر توره تیاره له تېکې څخه راوتلې ده، دغه افراط یې د واکساتنې یوازینۍ وسیله ده.
د فرانسې حقوقي سیستم پر سیکولریزم و لائیک تفکر ولاړ دی. په دې هېواد کې رسمي دین نهشته، خو هرفرانسهمېشتی حق لري خپل دین ولري او هغه ډول د خپل څښتن پرښتنه وکړي، چې دی یې غواړي او قوانین پرې نه ماتیږي. د اروپا تر ټولو ډېر جوماتونه په فرانسه کې دي او د مسلمانانو لپاره ترټولو ډېرې عبادي اسانتیاوې شته.په فرانسه کې د نورو اروپايي هېوادونو په شان جنسي کاروبار ته اجازه نهشته، مانا د پیسو په بدل کې جنسي اړیکې ناقانونه دي. دا د فرانسې د خلکو غوښتنه ده، نه یې په دین کې شته نه یې ښايي په خپل بومي فرهنګ پورې وتړي، مګر دوی ټولنیز قرارداد داسې کړی، چې په فرانسه کې دې د کنچنیو بازار نه وي. دوی وايي دې ته اړتیا نه شته، چې په داسې کار ټولنیز اخلاق و نظم ویجاړ کړو.
د انساني اړتیا او ټولنیز نظم په تناظر کې د اخلاقو، قوانینو، عقایدو او عواطفو ترمنځ ټولنیز انډول او پربنسټ یې حقوقي نظام ټاکل د جمهوریت اصل دی. اعتدال او دافراط و تفریط مخنیوی هغه وخت په یوه معقول ټولنیز قرارداد بدلیږي، چې په افراط و تفریط کې د واکمنو مخامخ ګټه نه وي او د دوی د واکساتنې وندني په افراط یا تفریط پورې تړلي نه وي.
هوښیارې ټولنې افراط و تفریط دواړو ته (نه!) وايي او د خپلو وګړیو په اکثریت ارادي رایه د خپلو اړتیاوو، ارزښتونو، فرهنګ، ګډو ګټو او ملي تفکر په رڼا کې ټولنیز قراردادونه د خپل ټولنیز ژوند د هوساینې لپاره واکمنوي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.