اسلام اباد کې سیاسي شخړه او عملیات

افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

د نومبر میاشتې له ۲۴ مې نیټې نه تر ۲۷ مې پورې د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد پیښو د نړیوالې میډیا پام په بې ساري توګه ځان ته اړولی و.

علت یې دا وچې د پخواني وزیر اعظم عمران خان سیاسي ګوند «پاکستان تحریک انصاف ( پی ټی ای ) چې د اوسني حکومت تر ټولو مهم مخالف سیاسي ګوند دی، زرګونه غړي په خپلو سیاسي غوښتنو د ټینګار کولو او په مرکزي حکومت د فشار اچولو په غرض د پروتست او پرلت لپاره د عمران خان په هدایت اسلام اباد ته راغلي وو .

درې غوښتنې

دوی درې مهمې غوښتنې لرلې: د تحریک انصاف وړومبۍ غوښتنه له بندخونو نه د خپل رهبر عمران خان او د ګوند د نورو غړو خوشي کیدل دي. عمران له تیر یو کال نه زیات وخت راهیسې د فساد او قانون شکنۍ په تورونو بندي دی او د هغه د ګوند په سلګونو نور غړي هم بندیان دي. دویمه غوښتنه په اساسي قانون کې د شپږویشتم تعدیل د ملغا کیدلو وه، او درېیمه غوښتنه دا وه چې د دوی له وینا سره سم په تیرو ټولټاکنو کې په لویه کچه درغلي شوې وه نوباید دغه په درغلۍ جوړ پارلیمان منحل شي اونوې ټولټاکنې وشي.

دا خبره د یادونې وړ ده چې د اوسني کال د فبرورۍ د میاشتې په اتمه نیټه ترسره شویو ټولټاکنو کې پي ټي ای د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د چوکیو اکثریت ګټلی و نو ځکه هغلته ایالتي حکومت د پي ټي ای دی او علي امین ګنډاپور د پښتونخوا د ایالتي حکومت سروزیر دی ځکه د دغه ګوند په پروتستونو کې زیات برخه اخستونکي هم پښتانه دي.

پي ټي ای په قومی اسمبلۍ ( ولسی جرګه) کې له نوي (۹۰) نه زیاتې چوکۍ لري خو دغلته د نواز شریف مسلم لیګ، د بلاول بوټو پیپلز ګوند او د کراچۍ د اردو ژبو خلکو ګوند ایم کیو ایم په ګډه ایتلافي حکومت جوړ کړی دی او تحریک انصاف د اپوزیسیون تر ټولو غټ ګوند دی.

د تحریک انصاف او امنیتي ځواکونو ترمنځ شخړو کې ګڼ کسان وژل شوي او ټپیان دي
د تحریک انصاف او امنیتي ځواکونو ترمنځ شخړو کې ګڼ کسان وژل شوي او ټپیان دي

پرله پسې لاریونونه

دا هم باید وویلی شي چې دا وړومبی ځل نه دی چې د تحریک انصاف غړي د خپلو غوښتنو د منل کیدو لپاره د لاریون او پروتست کولو په موخه اسلام ته تللي وو. دوی د اکتوبر په میاشت کې هم په اسلام اباد کې د پروتست کولو لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه، خو د تحریک انصاف د اکتوبر او نومبر د میاشتې په لاریونونو او پروتستونو کې درې مهم توپیرونه ولیدلی شول. وړومبی توپیر دا و چې په اکتوبر کې د اسلام اباد ښار په خوا کې د پي ټي ای مارش اسلام اباد ته راننوت، ځای په ځای د ګوند مشرانو ویناګانې وکړې او ټول خلک بیرته خپلو کورونو ته لاړل ، خو نومبر کې دوی پرلت جوړولو لپاره اسلام اباد ته تللي وو ، ځان سره یې جامې، بړستنې او نور سامانونه هم راوړي وو. د ناستې لپاره یې اسلام اباد په زړه کې د دولتي قدرت حساس مرکز «سره سیمه» (ریډ زون) خوښ کړی و او ۴۰/۵۰ زره کسان په زور دغلته ور ننوتلي وو. درېیم توپیر دا و چې په اکتوبر کې د مارش مشري د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور کوله. ګنډاپور معامله ګر دی. هغه دواړه غاړې وهلې. هغه عمران خان هم خوښ ساتلو، خو بلې خوا ته یې له پوځ سره هم پټ ارتباط ساته، نو ځکه ټکر نه کیده، خو د نومبر د مارش مشري د عمران خان میرمنې بشرا په لاس کې وه، هغه سخت دریځه ده او خبره یې ټکر ته بوتله.

ښار تړلی او حکومت چمتو و

حکومت د مارش یا لاریون د مخنیوي لپاره ډېر چمتو و.له پنجاب او سند ایالتونو نه یې زرګونه پولیس اسلام اباد ته راوستي وو ، پوځي او نیمه پوځي قواوې یې هم رابللې وې. د عمران خان سیاسي بیس په پښتونخوا او پنجاب کې دی، د مرکزي حکومت زور په پښتونخوا نه رسیده ځکه چې هلته ایالتي حکومت دپي ټي ای دی خو په پنجاب کې یې ډیر بندیزونه لګولي وو . له لاهور نه یې تر اسلام اباده سړکونه بند کړي وو ، څلور غټې موټروې یې څلور ورځې تړلې وې.اسلام اباد پنځه ورځې کلابند و، هرې خوا ته د کانتینرو په وسیله لارې بندې وې خو له دغو بندیزونو سره سره بیا هم پي ټي ای په دې وتوانیده چې له پښتونخوا نه ۴۰زره شاوخوا کسان اسلام اباد ته راولي، له پنجاب نه لږ کسان راغلي وو. لاریون کوونکي په ۲۴نومبر له روانیدو نه پس په درېیمه ورځ یعنې په شپږویشتم نومبر اسلام اباد ته ننوتل او د مرکزي حکومت د پولیسو له خوا ټول اچول شوي خنډونه یې مات کړل.

مرکزي حکومت په دې ډیر وشرمید چې د پي ټي ای مظاهره کوونکو اسلام اباد یرغمل ونیوه او دا کار په داسې وخت کې وشو چې د بیلاروس ولسمشر د پاکستان په رسمي سفر بوخت و.

بله خبره چې مرکزي حکومت یې ډیر غوسه کړ هغه دا وه چې د مظاهرې په ځای کې یو چا په سړک ولاړ درې تنه پوځیان په موټر چخړۍ کړل. مرکزي حکومت د دې کار تور په مظاهره چیانو پورې کړ ( او پي ټي ای دا تور رد کړ) ، د دغو وژل شویو پوځیانو په جنازه کې صدراعظم شهباز شریف، د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر او نورو دولتي مامورینو هم ګډون وکړ. له دې پیښې سره د دواړو خواووتر مینځ انقطاب اوج ته ورسید.

د نومبر پر ۲۶مه شپه پوځ او پولیسو په پرلت کې د ناستو کسانو پر ضد عملیات پیل کړل. د اسلام اباد په دې سیمه کې یې بریښنا پرچاو کړه ، دوی په مظاهره چیانو ډزې وکړې، هغوی یې ووهل ، یخې اوبه یې پرې واچولې، سوونه تنه یې ونیول ، چون دې سیمې نه پوځ او پولیس تاو شوي وو او بهر نه څوک نه شوای ورتلای نو مړي او زخمیان ټول له پوځ او پولیسو سره دي او هغوی تش د زخمیانو ذکر کوي خو د اسلام اباد یوه مجرب ژورنالست زاهد ګشکوري په خپله پاڼه لیکلي چې د هغه د کره معلوماتو سره سم ټول څوارلس تنه مړه شوي او ۸۳۰ تنه زخمیان شوي دي.

په مړو کې نهه تنه د پي ټي ای مظاهره چیان دي او پنځه تنه د امنیتي ادارو غړي دي. په زخمیانو کې ۲۶۶ تنه پرلت کوونکي او ۵۶۴ د پولیسو او د پوځ غړي دي.د پي ټي ای پرلت خو دمګړۍ تس نس شوی، خو د پاکستان په سیاست کې کرکه او دښمني سوا شوه.