افغان سوک وهونکي په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه ټایلنډ ته ولاړل
د افغانستان د سوک وهنې درې کسیزه لوبډله چې دوه ورزشکاران او یو روزونکی پکې شامل دي، له کابل څخه د ټایلنډ په لور روانه شوه.
دغه ورزشکاران د اسيا د سوک وهنې په سياليو کې ګډون کوي.
دغه سيالۍ د ۱۵ اسيايي هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون د ١٤٠٣ کال د لېندۍ له ٨ څخه تر ۱۲مې نېټې پورې د ټایلنډ په کوربتوب پیلېږي.