حامد کرزي له پاکستانه د پنځوس اوریز کرېکټ سیالۍ د ګټلو له امله هېوادوالو ته مبارکي ورکړه
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هېوادوالو ته د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د کرېکټ درې اړخیزې شل اوریزې سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغان کرېکټ ملي ټیم د بریا مبارکي ورکړه.
ښاغلي کرزي د سې شنبه په ماښام پر اېکس پانې لیکلي: «د پاکستان، عربي متحده اماراتو او افغانستان ترمنځ د پنځوس اوریز کرېکټ سیالیو په لړۍ کې د هېواد د کرېکټ ځوان ملي ټیم له پاکستانه د لوبې په ګټلو سره اتلولي خپله کړه.»
هغه د کرېکټ ځوان ملي ټیم ته د لا ډېرو بریاوو او کامیابیو هیله کړې ده.
د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د کرېکټ درې اړخیزې شل اوریزې سیالۍ د افغانستان په بري پای ته ورسېدې.
افغانستان په وروستۍ لوبه کې پاکستان ته د ۲۱ منډو په توپیر سره ماته ورکړه.
افغانستان پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه.
افغان ۱۹ کلنو لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۰ منډې جوړې کړې.
په دویمه پاڼۍ کې پاکستان په ۴۸ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او تر ۲۲۹ زیاتې منډې یې جوړې نه کړای شوې.
افغانستان د دغو سیالیو په پیلیزو او وروستي پړاو کې پنځه لوبې کړي، چې څلور یې ګټلي او یوه یې بایللې ده.