د ازادۍ جبهه: د طالبانو په واکمنۍ کې افغانې مېرمنې او نجونې د تاریخ ډېرې ترخې ورځې تېروي

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، په نړۍ کې د جنسیت پر وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې ۱۶ ورځنی کمپاین داسې مهال پیلېږي، چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو په واکمنۍ کې د خپل تاریخ ډېرې ترخې ورځې تېروي.

دغې جبهې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لمنڅه وړلو نړۍوالې ورځې په مناسبت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې جنسیتي توپیر خپلې لوړې کچې ته رسېدلی او طالبانو ښځې او نجونې دوی له خپلو بنسټیزو حقونو هم بې برخې کړې دي.
دغه جبهه وایي، چې نن سبا جنسیتي توپیر د نړۍ په کچه د طالبانو د پېژندنې یوه مهمه برخه ګرځېدلې.
‏دغې جبهې د افغان ښځو او نجونو مبارزې ماناداره او ارزښتناکې کڼلې او د هغو ستاینه یې کړې.
‏په خبرپاڼه کې دارنګه راغلي :«د نړۍ په کچه د افغان مېرمنو له مبارزو د بشري حقونو د مدافع بنسټونو ملاتړ باارزښته او اړین دی.»
دغې جبهې د نړۍوالې ټولنې له له‌خوا د طالبانو جنایتونو ته نه پاملرنه غندلې او ویلي یې دي، چې دوی غواړي له طالبانو سره خپل تعامل پراخ کړي او دغې ډلې ته نور امتیازونه هم ورکړي؛ خو دغه شان کړنې او له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې هر ډول تعامل د سیمې او نړۍ د امن او ټیکاو لپاره ګواښونکې دي.