صبرینا ثاقب وايي، طالبان د ماشومانو د فکر په بدلولو سره د نړۍ امنیت ګواښي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/e4d5ca6c6f71f28dccd84f4a916a61cafe417f35-799x533.jpg?rect=0,43,799,449&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
هغې وویل چې په ښوونځیو کې د ماشومانو د فکر په بدلولو سره به طالبان د ترهګرۍ نوی نسل رامنځته کړي چې په دې سره به د نړۍ امنیت ته ګواښ پېښ کړي. صبرینا ثاقب پر نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ ته پام وکړي.
د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې دغې پخوانۍ غړې د یکشنبې په ورځ په کاناډا کې د هالیفیکس په نړۍوال امنیتي فورم کې وویل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې مبارزه د نورو پېښو لکه د اوکراین د جګړې له امله درول شوې ده.
هغه خبرداری ورکړ: «ښوونځي تړل شوي او مدرسې پرانیستل شوې. طالبان زموږ د ماشومانو او هلکانو فکر بدلوي. نو له افغانستانه به د ترهګرۍ نوی نسل را منځته شي، چې نړۍوال امنیت ته ګواښ پېښولی شي.»
صبرینا ثاقب چې د ښځو د حقونو یوه فعاله هم ده، ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو وضعیت ډېر ترینګلی دی. هغې زیاته کړه، «طالبانو د سختو قوانینو په پلي کولو سره ښځې په کور کې بندیانې کړې دي.»
هغه د دې غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې د نومبر د ۲۵مې، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د نړۍوالې ورځې په مناسبت جوړېږي، د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو غوښتنه وکړي.
د هالیفیکس نړۍوال امنیتي کنفرانس هر کال د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو د چارواکو او څیړونکو په ګډون د هالیفیکس په ښار کې جوړیږي.