کورمه د طالبانو تر ذره بین لاندې
په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د کورمې ولسوالۍ په مذهبي جګړو کې د ۱۲۰ میلیونه روپیو په ارزښت پوځي تجهیزات، وسلې، مرمۍ او نور امکانات ولګول، خو دې جګړو یادې ډلې ته له ستراتیژیک اړخه هیڅ راز ګټه نه درلوده.
د ټي ټي پي اوسنی مشر مفتي نور ولي هغه مهال ددې جګړې مخالف و، خو ۱۶ کاله وروسته چې کورمه یوځل بیا پخوانیو ترخو ورځو ته ور ګرځي، دا پوښتنه مطرح کیږي، چې د مفتي نور ولي په مشرۍ پاکستاني طالبان که د خپلو پخوانیو سني متحدانو په ملاتړ په دې شخړو کې نه ښکیلیږي، درېیم ځواک څوک دی چې په دې جګړه کې به ښکیلیږي؟
سنیان ملاتړی چتر غواړي
کورمه، هنګو اوکوهاټ د خیبر پښتونخوا او چترال د ګلګت بلتستان څلور هغه ولسوالۍ دي چې د شیعه او سني ګډ نفوس له امله د مذهبي شخړو څرکونه پکې تر نورو سیمو ډېر برېښي. سني مذهبه پښتنې قبیلې د «زینبیون» او نورو پیاوړو شویو شیعه جنګي ډلو پر وړاندې د ۲۰۰۸ مو کلونو په څېر یوه مذهبي نظامي جریان ته اړتیا محسوسوي، چې د پاکستان له مختلفو سیمو نه د سني بنسټپالو جنګیالیولپاره یو چتر شي.
په اوس وخت کې دغسې یو چتر داعش رامنځته کولای شي، چې واردمخه په سیمه کې فعال دی.
دې مسالې ته پاکستاني طالبان، ایران او په کابل کې د طالبانو حکومت هم ځیر دي.
ټي ټي په تېرو شپږو میاشتو کې په جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان، ټانک، ډیره اسماعیل خان، بنو، لکي مروت، کرک، خیبر، باجوړ او مومندو کې د خپل نفوذ سیمې پراخې کړې دي او د ګل بهادر په څېر ډلو، چې پخوا یې جګړه یوازې پر شمالي وزیرستان متمرکزه کړې وه، بنو او لکي مروت ته مخه کړې ده. د پاکستاني طالبانو د مرګونو بریدونو او قبایلي سیمو ته د نویو تشکیلاتو د لېږلو یو ستر هدف په دې سیمو کې دداعش له راپورته کېدو وړاندې د خپل واک د ساحې پراخول دي.
د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه کیلاش او چترال سیمو کې له کونړه د مولوي عظمت الله مسید په مشرۍ پاکستاني طالبانو د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او څلور تنه پاکستاني پوځیان یې ووژل او دوه امنیتي پوستې یې وسوځولې. په چترال کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پخواني روزنیز کمپونه او سمڅې دي، چې د مجاهدینو او شوروي اتحاد د جګړو په وخت کې ترې د کونړ او نورستان لپاره اکمالات کېدل او جنګیالي پکې روزل کېدل، خو هغه مهال ویل کېدل چې دغه سمڅې او مرکزونه «نامعلومو جنګیالیو» ته په واک کې ور کړل شوي دي. د سیمه ییزو سرچینو په باور، په دې سیمه کې د جنود حفصه، جیش محمد او لشکر طیبه جنګیالي ځای پرځای شوي وو او د پاکستاني طالبانو د تېر کال مرګوني برید یو هدف هم ښايي ددې ډلو پر وړاندې غبرګون و.
جنود حفصه د مولوي عصمت الله معاویه ډله ده، چې په ټي ټي پي کې د پنجابي طالبانو په نامه مشهوره وه او په پنجاب او ګلګت بلتستان کې یې فعالیتونه کول.
کورمه د طالبانو تر ذره بین لاندې
د کورمې له یو شمېر امنیتي پوستو نه د پاکستان سرحدي ځواکونو له وتلو سره هممهاله افغان طالبانو یوازې په ختیزو ولایتونو کې تر سلو ډېرې پوستې جوړې کړې او پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار په اوږدو کې یې د ۶۰۵ کیلومټره سړک د غځولو او رغونې چارې پیل کړې. په ځاځي میدان او ډنډ پټان کې د جګړو یو لامل پر ډیورنډ کرښه د نویو پوستو جوړول او له اغزن تار سره د خام سړک تېرول و، چې پاکستاني ځواکونو یې مخه نیوله.
یو مهم سړک د ننګرهارد ګوشتې ولسوالۍ په سلالې سيمه کې و، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګڼې شخړې پکې شوې دي. دغه راز په بنشۍ، چېره ګل، باتاش، بريکوټ سر او ګڼو نورو صفري سیمو کې نوې پوستې جوړې شوې.
طالبانو په اوسنیو سرحدي ولسوالیو کې د پوستو او کرښې د امنیت ساتلو لپاره نوي سرتېري و روزل او درندې وسلې یې ځای پرځای کړې. دغه راز پوستو ته یې لارې او سړکونه وغځول چې د اکمالاتو په برخه کې یې اسانتیاوې رامنځته شي.
په یو شمېر سیمو کې یې د پولو د څارنې مسوولیت پاکستاني طالبانو ته سپارلی، چې د خپل نفوذ په سیمو کې دداعش د راپورته کېدو او افغانستان ته یې د نفوذ مخه ونیسي.
د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو په ځانګړې توګه کورمه ولسوالۍ کې تحولات دا ښیي چې دغلته د جګړې یوه نوې جبهه راټوکېدونکې ده، چې دداعش د جلب او جذب او ملاتړ لپاره مساعد چاپیریال جوړوي.
یو نظر شاته
د ۲۰۰۸ کال په اکتوبر کې د مري تړون د حقانیانو او پاکستان د امنیتي ادارو د پرله پسې هڅو محصول و، څو په دې ستراتیژیکه سیمه کې حقاني شبکې ته نوي پټنځایونه او لوژستیکي او اکمالاتي لارې ومومي. خو شیعه مذهبه پښتنو د حقاني شبکې پر وړاندې مقاومت کاوه ځکه په سیمه کې ددوی حضور د سنیانو تله درنوله.
حقانیان او شیعه پښتانه د ۲۰۱۱ کال په فبروري کې په مري کې بیا سره کښېناستل. دوی د ۲۰۰۸ کال د تړون پر بنسټ په کورمه کې مذهبي شخړې پای ته ورسولې. په دغه تړونکې د پوځ او حقانیانو(ابراهیم او خلیل حقاني) رول مهم و. شیعه وو او سنیانو ۴۰ میلیونه روپۍ ښوینی کېښود او ځینې نور شرطونه او قیودات هم وضع شول. حقانیانو سني قبیلې له جګړې را وګرځولې او په بدل کې یې د شیعه وو له سیمې افغانستان ته د تګ راتګ او اکمالاتو لار ومونده.
کورمه اجنسۍ د حقانیانو لپاره له څو اړخونو محفوظه وه. یو د سي آی اې له څار او د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو یوڅه خونديوه او بل کابل، پکتیا، ننګرهار او نورو ولایتونو ته یې اسانه لاسرسی درلود. دغه راز له کورمې نه پېښور، پنډۍ او اسلام اباد ته هم تګ او راتګ اسانه و. پاکستان د جهاد وختونو کې هم ترې منګل، مټه سنګر، وچه دره او سپینه شګه د مجاهدینو په واک کې ور کړې وې.
د کورمې شاوخوا اتو زرو بنګښو او توريانو د حکومت خلاف اعتراض وکړ، چې ولې یې په شالوزان کې حقانیانو ته ځای ورکړی. دوی پر سیمه ییزې ادارې تور لګاوه، چې د وسله والو جنګیالیو ملاتړ کوي او سهولتونه ورته برابروي. حکومت د ګرځبندیز وخت کې د شیعه پښتنو یو مشر اغا نواز عرفاني له سیمې اېستلی و. هغه څو کاله کورمې ته د حقانیانو د ورتګ پر وړاندې مقاومت کړی و. شیعه وو د طالبانو خلاف د مهدي ملېشې او حزب الله په نوم ډلې جوړې کړې وې. د شنونکو په باور، د ۲۰۱۰ کال په سپټمبر کې پر شالوزان د طالبانو بریدونه د حقانیانو د ځای پرځای کولو لپاره یو تاکتیکي عمل و. کله چې د ښیواز سیمې اوسېدونکي د طالبانو پر ضد را پاڅېدل، پوځي الوتکو د سپین غره عملیاتو تر نامه لاندې غلي کړل.
د کورمې شیعه قبیلو د افغان جهاد په وخت کې هم د مجاهدینو له فعالیتونو سره مخالفت درلود. په ایران کې د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته شیعه وو د قراقرم په نامه د یوه بېل ایالت غوښتنه درلوده، چې هغه وخت یې ضیاءالحق مخه ونیوله او ددوی ترمنځ یې شخړې پیدا کړې. په ۱۹۸۶ کلونو کې افغان مجاهدین له شیعه وو سره هله ونښتل، چې افغانستان ته یې د جګړې لاره نه ور کوله. ددوی مشري علامه عارف حسیني کوله، خو د ۱۹۸۸ کال په اګست کې د ای ایس ای اړوندو کسانو په پېښور کې وواژه. وروسته هغوی د سني مجاهدینو پر وړاندې خنډ نه وو او مجاهدینو خپلې ۴۰ سلنه وسلې د پکتیا د ځاځیو او لوګر له لارې افغانستان ته لیږدولې. حسیني له شیعه ضد ډلو سره د مبارزې لپاره د امامیه طلبه وو سازمان پرمسلح کولو کار پیل کړی و. جعفریه ډلې د حسیني په قتل کې د ضیاءالحق نږدې کس او د پښتونخوا والي فضل حق ښکیل باله او د ضیاء له مرګ وروسته یې وواژه.
ایران جنګیالیو ډلو ته نږدې کیږي؟
داعش د پاکستاني طالبانو، القاعدې، افغان طالبانو او ایران څلورواړو لپاره خطر دی.
راتلونکي تحولات ددوی ترمنځ د همکاریو فضا رامنځته کولای شي.
ټي ټي پي د خپلې نوې مشرتابه له رامنځته کېدو راهیسې د کورمې په مذهبي شخړو کې له ښکیلتیا ځان ساتلی او خپل ټول پام یې په قبایلو کې د خپل نفوذ پر پراخولو متمرکز کړی.
د نړۍ د نورو شیعه میشتو هېوادونو په څېر د پاکستان شیعه هم د تهران تر ملاتړي پوښښ لاندې دي. په دغه پوښښ کې مذهبي، سیاسي، فرهنګي او حتا نظامي ملاتړ ټول شامل دي. داسې ښکاري چې ایران به د خپلو سرحدونو له لارې ټي ټي پي ته د وسلو، په ځانګړې توګه چاودېدونکو توکو، باروتو او اومو توکو پر قاچاق ځان ناګاره واچوي. دا هم لرې نه ده، چې د کورمې شیعه قبیلو ته ایرانۍ وسلې د پاکستاني طالبانو له لارې ولېږدول شي.
ایران له دې وړاندې هم په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان له لارې کورمې ته سازبرناو ټوپک او نورې وسلې لېږلې.
تهران د طالبانو او د هغوی د متحدانو له اړخه ډاډه دی او اصلي اندېښنه یې په قبایلي سیمو کې له رامنځته کېدونکو تحولاتو ده، چې د کورمې او بلوچستان ترمنځ د جنګیالیو او جګړې یو نوی کوریډور رامنځته کولای شي.
په دې منځ کې د طالبانو د حکومت لومړنۍ هڅه د پاکستان د اندېښنو رفع کول دي. ددې لپاره یې ځینې ګامونه اخستي هم دي، خو له دې سره سره به په لاس کې شته وسیلې (بهرنۍ جنګیالۍ ډلې) د بدې ورځې لپاره ساتي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري، خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.