له کورمې تر بغلانه خلک ولې وژل کیږي؟

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

د یوې پلرینې سکه زامن و لوڼه چې د یوه نیکه وینه یې په رګونو کې چلیږي، نن په خپلومنځونو کې جنګول کیږي، لسګونه لسګونه وژل کیږي، خو هیڅوک دې پوښتنې ته ځواب نه‌لري چې ولې؟

وايي: شیعه ګان و سُنیان دي. ښه دا نو څه رقم وېش دی؟ سره متفاوت فقهي اصول ولې باید په یوه ډله انسانانو بله ډله ووژني؟

۱۴۰۰ کاله پخوا سلګونه کېلومتره د دوی له سیمې لرې، پرخلافت اختلاف پېښ شوی. یوې برخې ویلي په اودس کې پښې مینځئ، بلې ویلي مسح کوئ یې. یوې ویلي څښتن تعالی ته پرانیستي لاس دریږئ، بلې ویلي هماغه واحد څښتن ته لاسونه تړلي لمونځ وکړئ...

پېړۍ پېړۍ پخوا او له دې ځایه ډېر لرې په دې اصول‌ټاکنه، تفاوتونو او اختلافاتو کې د کورمې، پاړه چنار، هنګو، بغلان، غزني یا کابل خلکو هېڅ ونډه لرلې نه ده. دوی ته دا هرڅه په میراث رارسېدلي دي. منطقي پوښتنه دا ده، چې ولې نن، په یویشتمه پېړۍ کې، دغه سکه وروڼه و د تره زامن په دې توپیرونو سره وژني؟

مذهبي توپیرونه او اختلافات په ټولو هېوادونو او لویو دینونو کې شته، خو اصلي پوښتنه دا ده، چې ولې په افغان‌مېشته جغرافیا کې دا نیمه پېړۍ د دین په نامه انسانان وژل کیږي؟

اصلاً زموږ په جغرافیا کې دین ته څه مشکل پېښ دی، چې باید موږ یو بل پرې ووژنو؟

که موږ یو بل سره ونه وژنو زموږ پر مذهبونو به څه ټکه راوشکیږي؟

د درد ځای دا دی، چې موږ نه له ځانونو دا پوښتو او نه یو له بل څخه. یوازې د دین و مذهب په نامه د پردیو د ګټو، اشارو او لمسونو په زور سره وژنو.

تېرې څو ورځې بیخي خونړۍ وې. په کورمه کې یوه مذهبي ډله راپاڅېده په لاره روان ښځې، ماشومان او بېوسلې مساپر یې ووژل، چې روستۍ شمېرنې وايي تر سلو زیات شهیدان دي. بله ناڅرګنده ډله راپاڅېده د بغلان په کوم جومات کې یې صوفیان ووژل. د صوفیانو ګناه هم معلومه نه ده، خو د باور طریقه یې تر نورو لږ بېله ده او که نه عکسونو ښووله، چې د نورو مسلمانانو په جاینمازونو او هماغې قبلې ته ولاړ و او د محراب پر سر یې (یاالله) لیکلي وو.

انګریز دوه درې سوه کاله پخوا د مذهبونو د جنګولو اور لګولی، بیا یې کتلي، چې چېرته ډېرې لمبې کوي، هلته یې تر نن پورې بل ساتلی دی.

انګریز او په سیمه کې یې میراثخور پنجابي پوځي استبلیشمینټ په څرګنده غواړي چې پښتونمېشته سیمې په سره اور راواړوي، په کورمه، پاړه‌چنار، هنګو او نورو سیمو کې له یوه کال راپه دېخوا د سُني و شیعه پښتنو ترمنځ د جګړې اورته لمن وهل کېده، قومي مشران ورته بیدار وو، د پښتون‌ژغورنې غورځنګ مشران ورغلل، چې دا لوبه پردۍ ده، مه کوئ! دواړه غاړې پوهېدل چې د باروتو په ډېرۍ ناست دي، خو دې باروتو ته به اور د پاکیستان پوځ ورلګوي، ځکه یې تر وسې وسې د جګړې مخه په قومي و دودیزو اصولو نیوله، خو دوښمن ډېر موذی او چلباز دی، دا دی اخیر یې د باروتو درمند ته اور ولګاوه او بېګناه پښتانه یې په کې سټ کړل.

اصلي کیسه څه ده؟

کیسه نه د څوارلس سوه کاله پخوا د خلافت د اختلافاتو ده، نه د کربلا یا نجف و مدینې، نه د فقهي اصولو د تفاوت او نه هم د ثواب و عذاب.

اصلي کیسه د انګریزي میراثخورو د نننیو دسیسو او ګټو لوبه ده. پنجاب غواړي د پښتنو سیمه په مذهبي دوزخ بدله کړي.

باید پښتانه له خپلو مېنو څخه وشړي او دغه جغرافیا خالي شي، غواړي دلته توربیرغي و سپین‌بیرغي مېشت کړي، غواړي دلته له القاعدې څخه الفایده واخلي، غواړي د ډالرو اخیستلو حسابونه پرانیزي، غواړي تاجیکستاني و اوزبیکستاني اورپکي راولي او د چین و چیچین جهادیان وسلوال کړي.

موږ وار وار لیکلي وو، چې پاکیستاني پوځ پښتونمېشته سیمه و ټول افغانستان د اور په لیکه دروي، کورمه و تیرا و وزیرستان به یې د پیل تمځای وي، دا لوبه تر چترال و ګېلګیت و بلتستان پورې رسیږي.

دېخوا د بغلان د صوفیانو قتل عام هم د بغلان و بدخشان په کرښه د همداسې یو اور لګولو هڅه ده. له دېخوا هم د صوفیانو، سلفیانو، دیوبندیانو،شیعه و اسماعیلیه و سُني، توربیرغو، سپین‌بیرغو، تحریریانو، خلافتیانو او امارتیانو کیسې ګرمېدونکي دي.

د اور دا کړۍ به بالاخره سره نښلي. د پاکیستانیانو نیت واخان ته دی. واخان ته په سوله‌ييزه لاره رسېدل ناشوني دي. د لویو قدرتونو هم دلته ګټې شته، نیابتي ډلې باید وپنځیږي، چاغې شي او له دودیزو امنیتي پولو ووځي.

په منځنۍ اسیا کې راڅرګندې شي او د ژېړښامار (چین) په پوزه ستن ورچوخ کړي. په تاجیکستان کې د چینايي اینجینر وژل په پښتونخوا و بلوچستان کې د چینايي اینجینرانو له وژلو سره اړیکه لري، دا د یوې کیسې دوه برخې دي، چې بالاخره به سره نښلي.

پاکیستان په کورمه کې خپل هدف ته ورسېد. پوځ لاره ونیوله او په مرموزه بڼه یې شیعه مساپر ووژل، بیا یې له راپارېدلو شیعه پښتنو سره خپل ځري ملګري کړل او د بګن بازار ته یې اور ورته کړ.

پاکستان نن هماغه شیعه و سُني پښتانه یو د بل وینو بهولو ته سره راپورته کړل، چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د خیبر په لویه جرګه کې سره څنګ په څنګ ناست وو او د خپلو شهیدانو او ټپیانو درد ته یې ژړل. دواړو نارې وهلې، چې:

« یه جو دهشتګردی هی، اس کی پیچی وردی هی!»

د خیبر په لویه جرګه کې پرېکړه وشوه، چې د پښتنو ترمنځ د هرراز اختلافاتو د حل لپاره به پخپله پښتانه په خپلو دودیزو لارو چارو اقدام کوي او د داسې جرګو پیل به هم له کورمې څخه کیږي. ولس دا درک کړې وه، چې دوښمن په کوم زخم ګوته ایښې ده؟ خو دوښمن راوړاندې شو، لا دوه میاشتې پوره نه دي، چې کورمه یې دوزخ کړه.

پنجاب د دغه اورلګولو په لوبه کې دا هڅه هم کوي، چې د خیبر تاریخي جرګه د خپلو پرېکړو د عملي کولو په لاره کېناکامه کړي.

حللاره هلته موندلای شو، چې د ستونزې جرړه وپېژنو، د پورته تحلیل پر بنسټ اوس نو د ستونزې جرړه ډېره څرګنده ده او هر یو یې پېژندلای شو:

ستونزه

پاړه چینار کې د وړمې ورځې د وژل شویو غبرګون کې لاریون
پاړه چینار کې د وړمې ورځې د وژل شویو غبرګون کې لاریون

د نړۍ لوی اقتصادي و پوځي ځواکونه زموږ په سیمه کې خپل سیالان لري، دا سیالان روسیه، چین، هیند او نور دي. دغو سیالانو ته تر ټولو نږدې ستراتيژيکه پرته سیمه افغانستان و پښتونخوا ده.

په دې سیمه کې مسئول حکومتونه نه‌شته او د تېر پنځوس کلن جهادي قیامت له برکته یوه لویه برخه ځوان نسل په افراطیت او ډالري جګړه معتاد دي. دلته د استخباراتي مدرسو او معهدونو له برکته مذهبي و عقیدوي جګړو ته لمن وهل تر هر بل ځایه اسانه دي.

عرب، پنجابي د منځنۍ اسیا و چین اورپکي دلته بلد دي او خپلې هډې لري، توربیرغي، سپین بیرغي او القاعده و نور هم چمتو دي، چې د نړیوالو لویو سیالانو د ګټو او نیابتي جګړو لپاره وجنګیږي. دې ټولې اجندا ته له ملکي خلکو یوه تشه زمکه په کار ده، یاغیستان باید د یویشتمې پېړۍ په ستندردونو جوړ شي.

خلک باید ووځي یا په همدې نیابتي ډلو کې منحل شي، د خلکو د ایستلو یوه لاره د دوی خپلمنځي جنګونه او کډوالۍ دي، چې دا دی د کورمې و وزیرستانونو جګړې، د ګوډ و بډ طالبانو ډرامې او داسې نورې لوبې یې پیلامه ده. په بېوزله پښتونخوا کې دومره باروت ذخیره شوي، چې کلونه کلونه سیمه په اور اړولای شي.

حللاره

د سیمې پرګنې باید دسیسه وپېژني. همدومره ساده. کله چې پوه شول چې د دوی د جګړو تیل و باروت پردي دي او دوی د ډالري جګړو د اور خاشاک. هله نو بیا عقلاني دودیزې پرېکړې کړلای شي. د خیبر د جګړې پرېکړې باید عملی شي. پښتانه باید ټول هغه امکانات له منځه یوسي، چې دوی په خپلو منځونو کې سره جنګولای شي.

د خیبر د لویې جرګې د پرېکړو او مهم ستراتيژيک پیغام د درک و عملي کولو لپاره نورو جرګو ته اړتیا ده. د پښتنو – افغانانو د دغې روانې جګړې د حل لپاره هیڅوک نه راوړاندې کیږي، دا پخپله افغانان دي، چې باید په هوښیاري او ملي احساس و درک دغې جګړې ته د تیلو په ځای اوبه وروشیندي او پر خپله خاوره د سولې د ټینګښت له لارې د پنجاب خوله په تورو خاورو وموښي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.