نن په متحده عربي اماراتو کې د لس اوریزه کرېکټ لوبو لیګ پیلېږي

د ۲۰۲۵ کال لس اوریزه کرېکت لیګ کې د دوو لوبډلو لوبډلمشران افغان لوبغاړي ټاکل شوي دي. د راپورونو له مخې، په دغه لیګ کې د نورو هېوادونو د لوبغاړو په ګډون ۲۳ افغان لوبغاړي هم لوبېږي.

کرېکټ په نړۍ کې تر ټولو د تیزې بڼې کرېکت لس اوریزه لیګ نن پنجشنبه په عربي اماراتو کې پیلېږي.
په دغه لیګ کې نیویارکرسټرایکرز، نورترن وایررز، ټیم ابو دبۍ، یوپي نوابز، اجمان بولټز، بنګله ټایګرز، چینای بریوز، ډوسان ګلاډیټورز، دهلي بولس او مورسیولز سامف ارمي لوبډلې یو دبل په وړاندې لوبېږي.
وړاندې تردې په دغه لیګ کې اته لوبډلې شاملې وې؛ خو سږ کال د دوو نورو لوبډلو په اضافه کېدو د ټولو لوبډلو شمېر لسو لوبډلو ته رسېدلی دی.
د یاد لیګ لومړۍ لوبه نن د نومبر په ۲۱مه نېټه ترسره کېږي او وروستۍ لوبه به یې د ډیسمبر په دویمه نېټه ترسره شي.
د یاد لیګ ټولې لوبې به د شیخ ذاهد په نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.
په دغه لیګ کې محمد نبي د عجما بولټز لوبډلمشر او رحمن الله ګربز د اب نوابز لوبډلې د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوي دي.
د راپورونو له مخې، په دغه لیګ کې د نورو هېوادونو د لسګونو لوبغاړو په ګډون ۲۳ تنه افغان لوبغاړي هم لوبېږي.
د دغه لیګ د ۲۰۲۳ کال اتله لوبډله نیویارک سټرایکرز لوبډله وه او په لیګ کې تر ټولو ډېرې ویکټې افغان لوبغاړي قیس هم اخیستې وې.