د ۱۹ کلنو درې اړخیزه لوبلړۍ؛ پاکستان د لوبې پچه وګتله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه
د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په وړاندې د لوبې پچه د پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلې وګټله او افغانستان ته یې د توپ اچونې بلنه ورکړه.
د متحده عربي اماراتو په کوربهتوب د افغانستان، پاکستان او کوربه اماراتو د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو درې اړخیزې لوبلړۍ په دوام نن چهار شنبه د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د پاکستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په وړاندې لوبېږي.
د لوبې پچه د پاکستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې وګټله او د افغانستان د لوبډلې په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د محبوب خان تسکین په لوبډلمشرۍ، عزیر خان، برکت ابراهیمزی، فیصل خان، حمزه علیخېل، عزت خان بارکزی، الله محمد غضنفر، نصیر خان نصرت نورستانی، خاطر ستانکزی او عبدالعزیز خان د پاکستان د نولس کلنو ملي لوبډلې په وړاندې په ننۍ لوبه کې لوبېږي.
افغان لوبډلې په دغه لوبلړۍ کې لومړۍ لوبه له پاکستان څخه د سل مندو په توپیر او دویمه لوبه یې له متحده عربي اماراتو څخه د ۱۶۹ منډو په توپیر ګټلې ده.
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکت ملي لوبډلې توپ وهونکي په مخکنیو دوو لوبو کې خورا ښه ځلېدلي دي.
د افغان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې توپ وهونکی فیصل خان شینوزاده د دغې لوبلړۍ غوره منډه جوړونکی دی، نوموړي په دوو لوبو کې په پرله پسې توګه دوه سلیزې وهلې دي.