د طالبانو د سیاستونو قرباني نجلۍ پوهنتون ته د تګ هیله په کور کې پوره کوي

۱۱۵۵ ورځې کېږي، چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړلې دي. د نجونو په زده کړو له بندیزونو وروسته د هېواد په ځای ځای کې له زده کړو بې برخې داسې نجونې موندل کېږي، چې له ښوونځيو او پوهنتونونو د لرې والي له امله په ژور خفګان او زړه تنګون اخته دي.

خو په ورته مهال داسې نجونې هم شته، چې خپله لاره او رڼا یې پیدا کړې او پوهنتون ته د نه تګ او له زده کړو د بې برخې والي تشه یې په یو ډول را ډکه کړې ده.
ملکه عزیزي چې په مستعار نوم له زده کړو د بې برخې والې کیسه له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره کوي، د پلازمېنې په یوه خصوصي پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د لومړي کال زده کړیاله وه.
نوموړې وایي، چې یوازې یو سمستر درس یې ویلی و او د لومړي سمستر د وروستیو ازموینو له ورکولو وړاندې پرې د پوهنتون دروازه وتړل شوه.
د ملکې کشر ورور دا مهال په همغه پوهنتون، پوهنځي او ټولګي کې زده کړې کوي، چې خور یې په کې یو سمستر هم پوره نه کړ.
ملکه د خپل جنسیت له امله د طالبانو د تبعیضي سیاستونو قرباني شوه او د زده کړو له دوامه پاتې شوه.
ملکه دا مهال په کور کې له ځان سره مطالعه کوي او د کمپیوټر ساینس د سافټ وېیر انجنیرۍ په برخه کې د کمپیوټر ژبې له ځان سره تمرین کوي.
ملکه په دې اړه زیاتوي:«شاوخوا دوه میاشتې کېږي، چې له ځان سره په کور کې درسونه وایم، له انټرنېتي سرچینو زده کړه کوم او د خپلو درسونو لپاره ډېره هیله منه یم.»
نرۍ ګوتې یې د کمپیوټر پر مخ هغه هیلې لیکي، چې په زړه کې یې ساه اخلي.
نوموړې وایي؛ لېوالتیا یې لرله چې د سافټ وېیر انجنیرې په توګه یوه ورځ له لویو او نړۍوالو ادارو سره کار وکړي.
بالاخره یې شپه او ورځ په ځان یوه کړې او دغې هیلې ته د رسېدو لپاره یې لستوڼي را بډ وهلي دي.
ملکه وایي، چې د وېب پاڼې د ډیزاین کولو ژبه یې نوره را پوره کړې او خوشحاله ده، چې خپله د دې جوګه شوه چې پوهنتون ته په نه تګ کې هم درس ووایي.
ملکه له ځان سره د زده کړو د بهیر د پیل او تر دې دمه را رسولو په اړه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته داسې وایي:« اول خو زما لپاره دا ډېره سخته وه، چې ځان قانع کړم څو راپورته شم او درس ووایم. د پوهنتون د بندېدو دوام دومره ځپلې وم چې درس ته کېناستلی نه شوای، زړه مې ورته تنګېده فکر مې کولو د نړۍ تر ټولو بې حوصلې نجلۍ یم، خو دا دی اوس مې دومره درس وویل، چې بالاخره د (اېچ ټي اېم اېل) او (سي اېس اېس) ژبه مې مکمله کړه، له دې وروسته کولی شم په دې ژبه کې له ادارو سره پروژې وکړم.»
نوموړې وایي، سره له دې چې په کور کې یې د ځان لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې، خو نورې همزولې هېوادوالې یې هېرې نه دي او د هغوی د زده کړو تشه لا هم ژوره احساسوي.
نوموړې وایي: «زه هیله لرم مخکې له دې چې زما درسونه پای ته ورسېږي، د نجونو پر مخ پوهنتونونه پرانېستل شي، خو که بیا هم پوهنتونونه تړلي پاتې وو، غواړم د خپلو درسونو له پای ته رسېدو سره سمدستي د نجونو لپاره په دې برخه کې حضوري یا انلاین ټولګي جوړ کړم او درس ورکړم.»
په همدې حال کې له ملکې سره یې د نویو مواردو په زده کولو کې ورور خواري کوي، چې اوس د پوهنتون په هغه ټولګي کې درس وايي، چې ملکه په کې د زده کړو له دوامه را ګرځول شوې ده.
نوموړې په دې اړه زیاتوي:«ورور مې چې په پوهنتون کې له خپلو ښوونکو یا ملګرو څه زده کړي، له ما سره یې شریکوي او راته یې زده کوي او زه چې د خپل درس په وخت نوي څه زده کړم ورور ته مې یې ور ښیم، کله کله داسې هم کېږي چې ورور مې د کوډېڼګ پر مهال مرستې ته اړتیا پیدا کوي او بیا زه ورسره مرسته کوم چې ستونزه یې حل شي.»
د ملکې ورور حمید عزیزي«مستعار نوم» هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو په تړل کېدو خواشنیي ښیي او د طالبانو له حکومته غواړي، چې د نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو په ګډون ټول بندیزونه پای ته ورسوي.
نوموړی وایي: «له اوسني حکومت (طالبانو) زما غوښتنه دا ده چې د نجونو او ښځو پر وړاندې ټول بندیزونه لرې کړي. ځکه په ټولنه کې د دوی رول اغېزناک دی او تر هغې چې دوی له ټولنې اېستل شوې وي د پرمختګ هېڅ هیله نه شته.»
حمید د خپل ځان په څېر له نورو نارینه وو هم غواړي، چې په یو ډول دې د خپلو خویندو او لوڼو د زده کړو د بندښت تشه پوره کړي او له هرې شونې لارې دې ورته د درس ویلو زمینه برابره کړي.
هغه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته داسې وایي: «لکه څنګه چې زما خور ځان ته د زده کړو زمینه برابره کړې او یا زه ورسره وخت ناوخته په درسونو کې مرسته کوم، نو همداسې د افغانستان هر نارینه دې هڅه وکړي، چې په کور ناستو خپلو خویندو او لوڼو ته د درس ویلو چاپېریال رامنځته کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو واک ته له رسېدو سره په تدریجي ډول د زده کړو او کار په ګډون ښځې او نجونې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې کړې دي.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم ویلي وو، چې طالبانو په څه باندې درېیو کلونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې له ۵۰ ډېر داسې محدودوونکي فرمانونه صادر کړي چې پر بنسټ یې د ښځو ازادي ترې اخیستل شوې یا محدوده شوې ده.