د «لبه تیز صلح» په نوم فلم د اروپا د پارلمان په مرکزي دفتر کې نندارې ته وړاندې شو
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/574ab01d27d6d8ca60d3c9f66fa8b57c10a3ce95-576x432.jpg?rect=0,54,576,324&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د رویا سادات په ډایرکټرۍ د «لبه تیز صلح» په نوم فلم د دوشنبې په شپه د اروپا د پارلمان په مرکزي دفتر کې نندارې ته وړاندې شو. د دغه فلم مسوولینو ویلي، چې د دغه مستند فلم جوړول په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو پر مهال پیل او په روان کال کې پای ته ورسید.
یو شمېر ډیپلوماتانو او په بروکسل کې داروپا د پارلمان غړو د «لبه تیز صلح» فلم ولید.
دا فلم د افغان مېرمنو د مبارزو یو تصویری او الهام بخښونکی داستان بلل شوی دی.
د دې مستند فلم جوړونکو دا یو «پیاوړی تصویري سند» بللی، چې " لیدونکي د سولې د خبرو په شاوخوا کې پټ او ښکاره واقعیتونو سره مخامخ کوي."
«لبه تیز صلح» مخکې د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې د هالیوډ مشهورې اداکارې مرل سټریپ له خوا معرفي شو.
دا فلم د رویا سادات په ډایرکټرۍ او لزلي توماس پروډیوسرۍ جوړ شوی، چې د خانه فلم رویا او میرا سټډیو ګډ تولید دی.
تر دې مخکې دغه فلم په کاناډا او هند کې په جشنوارو کې ښودل شوی و.