هرات کې یوه راستانه شوي کډوال ۱۵۰ تنو ته د کار زمینه برابره کړې چې ډیری یې ښځې دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/21aa1d9bf6514a2bf7cdd5ee364134e62e862be7-940x625.jpg?rect=0,9,940,529&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یو این ایچ سي ار) وايي، د دغه سازمان په ملاتړ هرات کې یوه راستانه شوي کډوال ۱۵۰ تنو ته د کار زمینه برابره کړې چې ډیری یې ښځې دي. دغه سازمان وايي، د حسین په نوم دغه راستون شوي کډوال د خیاطۍ مرکز جوړ کړی.
د کډوالو لپاره ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ نن چهارشنبه د (لړم ۲۳مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، د دغه سازمان په ملاتړ هرات کې د حسین په نوم یوه راستانه شوي کډوال ۱۵۰ تنو ته د کار زمینه برابره کړې چې ډیری یې ښځې دي.
سازمان دا نه دي ويلي، چې د دغو ۱۵۰ تنو له ډلې څو تنه یې ښځې دي، خو وايي د دغو کارګرو ډیره برخه ښځې دي.
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په ښځو او نجونو بندیزونه ډیر شوي او دوی له کار او ازادو ګرځېدو ګرځول شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ وايي، چې له دغه کس سره یې د خیاطۍ د کاروبار په برخه کې د ښځو د فعالیتونو او ټولنیزو خدمتونو ټولنې (واسا) له لوري مالي مرسته شوې ده.
تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو په افغانستان کې ښځو ته د خیاطۍ او لاسي صنایعو په برخه کې د کوچنیو کارو بارونو او د دوی د سالمې بوختیا لپاره کوچني کاروبارونه جوړ کړي و