د هواپوهنې اداره: ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو، دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/46cd4b1d5a5d8ea19f024ca3c0dc46b2c5dd5831-800x684.jpg?rect=0,117,800,450&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن (د لړم ۲۳مه نېټه) په ۱۷ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوېنه د بدخشان، نورستان، پروان، پنجشېر، تخار، بغلان، کندوز، سمنګان، بلخ، بامیان، سرپل، جوزجان، فاریاب، دایکندي، غور، بادغیس او هرات ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵ تر ۴۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې به یې د چټکوالي کچه (له ۵۰ تر ۷۵) کیلو مټرو ورسېږي.