طالبان: د مخابراتي شرکتونو د انټرنېټ او مکالمو بیې راټیټېږي

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، چې په افغانستان کې به د مخابراتي شرکتونو د انټرنېټ او مکالمو بیې راټیټې شي. د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي په خپل اېکس کې لیکلي، چې یادې ډلې په تېرو درېیو کلونو کې سیمکارټونه مدیریت او قانوني بڼې ته اړولي دي.

د نوموړي په وینا، د مخابراتي شرکتونو د کیفیت د ښه والي په موخه د هېواد په مخابراتي مارکېټ کې د لومړي ځل لپاره د فریکونسۍ بریالۍ مزایده ترسره شوې، چې په درېیو بېلابېلو بانډونو کې ۴۸ مګا هرتز فریکونسي د ۹۸ میلیونه ډالرو په ارزښت مخابراتي شرکتونو ته په اجاره ورکړل شوې ده.
الکوزي همداراز زیاته کړې ده، چې ددې اقدام له مخې به مخابراتي شرکتونه په هېواد کې مخابراتي کیفیت لوړ او ۴جي خدمتونه وړاندې کړي.
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند وایي، چې دغه وزارت د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي شرکتونو له لارې ۸۰۰ مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي او دغه راز یې شاوخوا د ۱۰۰۰ له کاره لویدلي مخابراتي سایټونه هم بیا ځلې رغولي دي.
یاد وزارت چې بیا ځلې د مخابراتي شرکتونو ارزونه کړې، له مخې یې بیا نوی سقف ټاکل کېږي، ترڅو انټرنټي او مکالماتي بیې را ټیټې او په نویو نرخونو سره خدمات وړاندې شي.
عنایت الله الکوزي بیا د نویو نرخونو په اړه څه نه دي ویلي.
نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلک د انټرنټ له ټیټ کیفیت او لوړو بیو څخه سرټکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت بیا د روان کال په چنګاښ میاشت کې خبر ورکړی و، چې تر اوسه په افغانستان کې لس میلیونه سیم کارتونه ثبت شوي دي.
دغه وزارت همداراز ویلي و، چې په کابل کې د ۶۰ سلنه سیم کارټونو د ثبت بهیر بشپړ شوی او د ۴۰ سلنه نورو سیم کارټونو د ثبتولو پروسه هم روانه ده.
دغه وزارت په ځلونو له ټولو مخابراتي شرکتونو څخه غوښتي دي، چې د مخابراتي سیم کارټونو د ثبتولو له طرزالعمل سره سم د خپلو پېرودونکو سیم کارټونه ثبت کړي.