یو اېن اېچ سي ار: د اقلیم بدلون د جګړې له امله بې‌ځایه شویو کسانو ته تر ټولو ستر ګواښ دی

د کډوالو لپاره ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې په ټوله نړۍ کې د ۱۲۰ مېلیون څخه ډېر کسان په زوره بې ځایه شوي، درې پر څلورمه برخه یې په هغو هېوادونو کې ژوند کوي چې د اقلیمي بدلون له امله خورا اغېزمن شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په اذربایجان کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د ۲۹م کنفرانس پر مهال په یوه خپاره کړي راپور کې لیکلي، چې په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله هغه کسان ډېر له ګواښ سره مخ دي چې، د جګړې له امله بې‌ځایه کېږي.
دغه راپور چې د سې شنبې په ورځ د (لړم ۲۲مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري خپور شوی، په کې راغلي، چې دمګړۍ په ټوله نړۍ کې له ۱۲۰ مېلیونه څخه ډېر کسان په جبري توګه بې‌ځایه شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، له دغې ډلې نیمایي یې په هغو ځایونو کې دي چې د جګړو او جدي اقلیمي خطرونو دواړو څخه اغېزمن شوي هېوادونه دي؛ لکه اېتوپیا، هایټي، میانمار، سومالیا، سوډان او سوریه.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د هغو هېوادونو شمېر چې د اقلیم اړوند جدي خطرونو سره مخ دي تر ۲۰۴۰ کال پورې به له ۳ څخه ۶۵ ته لوړ شي او د لوی اکثریت د بې‌ځایه شویو خلکو کوربه‌توب به کوي.
همدارنګه اټکل کېږي، چې ډېری مېشت ځایونه او د کډوالو پنډغالي به تر ۲۰۵۰ کال پورې دوه برابره خطرناکې ګرمې ورځې تجربه کړي.
په دغه راپور کې د سوډان د ویجاړونکې جګړې څخه د مثال په توګه یادونه شوې او ویلي یې دي، چې له هغه ځایه د جګړې له امله په مېلیونونه کسان تېښتې ته اړ شوي او د ۷۰۰۰۰۰ کسان په ګډون ګڼ شمېر د سوډان ګاونډ چاد ته تللي او د لسیزو راهیسې هلته میشت دي او کوربه هېواد هم د اقلیمي بدلون له امله یو له زیانمنو شویو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.
راپور کې ویل شوي، چې په ورته ډول د میانمار په سلو کې ۷۲ کډوال بنګله دېش ته د خوندیتوب په لټه کډوال شوي؛ خو هلته هم له خطرناکو طبیعي پېښو او توپانونو او سېلابونو څخه په امان کې نه دي.
راپور دا هم په ګوته کوي، چې د اقلیم تمویل په نازکو او جنګ ځپلو هېوادونو کې کډوالو، کوربه ټولنو او نورو ته په رسېدو کې پاتې راغلی؛ نو د اقلیم د بدلون اغېزو سره د تطبیق وړتیا په چټکۍ سره مخ په خرابېدو ده.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اقلیمي بدلون له امله ټولنو ته د مرستو په برخه کې د ډېر ملاتړ غوښتنه کړې.
د کډوالو دغه اداره له دولتونو هم غواړي، چې د هغو خلکو ساتنه وکړي چې په زوره بې‌ځایه شوي او تر څنګ یې د اقلیم د ناورینونو له ګواښونو سره هم مخامخ شوي دي.