افغان ملي لوبډله نن د بنګله‌دېش په وړاندې د درېیو یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه کوي

د افغانستان په کوربه‌توب د بنګله‌دېش د کرېکټ لوبډلې په وړاندې د درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ چې د نومبر په شپږمه نېټه پیل شوې وه، نن یې وروستۍ لوبه په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

د افغانستان په کوربه‌توب د درېیو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ یوه لوبه افغانستان او یوه لوبه بنګله‌دېش ګټلې ده.

افغان کرېکټ بورډ وايي، افغان ملي لوبډله نن دوشنبه د (لړم ۲۲مه) نېټه د افغانستان پر وخت د ماسپښین دوه نیمې بجې د بنګله‌دېش ملي لوبډلې په وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ د وروستۍ لوبې په موخه د سیالۍ ډګر ښکته کیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې نننۍ لوبه د روانې لوبلړۍ برخلیک ټاکوونکې لوبه ده.

د افغانستان په کوربه توب د دغې لوبلړۍ نننۍ لوبه که هره لوبډله وګټي د دغې لوبلړۍ کټونکي به شي.

افغانستان د روانې لوبلړۍ لومړۍ لوبه له سیالې لوبډلې څخه د محمد نبي او حشمت الله شهیدي د ښې توپ وهنې او الله محمد غضنفر د ښې توپ اچونې په مټ د ۹۲ منډو په توپير وګټله.

خو دویمه لوبه کې د افغان لوبډلې توپ وهنه، توپ اچونه او ډګر ساتنه د پام وړ نه وه او د بنګله‌دېش لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۶۸ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د افغانستان په کوربه توب د متحده عربي اماراتو په شارجه نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.