د ارغواني شنبو غورځنګ: که ښځو د حقونو نقضول ونه درېږي، نو ښځې به له پوځي جبهو سره یوځای شو
د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، که نړۍ په افغانستان کې د ښځو د حقونو د نقضولو لړۍ ونه دروي؛ نو افغان مېرمنې به اړ اېستل شي، چې له پوځي جبهو سره یوځای شي.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې طالبان د بشریت ضد جنایتونو په ترسره کولو جنسیتي توپیر او د ښځو د ځپنو سره یې افغانستان له ناورین سره مخ کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو درېیو کلونو په اوږدو کې افغان مېرمنو د اعتراضي حرکتونو، مدني مبارزو په ترسره کولو سره له ربړونې او جنسي تېري سره مخ شوې دي.
دغه غورځنګ په نیوکې سره وایي، چې د دغو کلونو په اوږدو کې نه یوازې دا چې چا د دغو مېرمنو غږ ته غوږ کېنښود؛ بلکې له طالبانو څخه د ملاتړ کچه هم لوړه شوې او د دوی جنایت هم اوس عادي ګڼل کېږي.
خبرپاڼې زیاته کړې، که نړۍواله ټولنه او د امریکا نوی حکومت بیاهم د طالبانو دغه جنایتونه بابېزه وګڼي؛ نو افغان مېرمنې به اړې شي، چې له پوځي جبهو سره یوځای شي او د خپلو ازادیو د ترلاسه کولو لپاره پر دغې ډلې فشار راوړي.
دغه غورځنګ د امریکا له منتخب ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي، چې د طالبانو په برخه کې تېرې سیاسي تېروتنې اصلاح کړي او پر دغې ډلې ډېر بندیزونه ولګوي.