افغانستان سبا د بنګله دېش پر وړاندې لوبه لري
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د درېیو یو ورځنیو لوبلړۍ په دویمه لوبه کې سبا د بنګله دېش پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه سبا د کابل په وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه د شارجې کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې ترسره کېږي.
افغانستان تر دې دمه د بنګله دېش پر وړاندې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د ۹۲ منډو په توپیر ګټلې ده.
د هغې لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلې وه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه کړې وه.
په هغه لوبه کې محمد نبي ۸۴ تر ټولو ډېرې منډې کړې وې او له نبي وروسته بیا لوبډلمشر حشمت الله شاهدي ۵۲ منډې جوړې کړې وې.
افغان لوبډلې د بنکله دېش لوبډلې ته د ۲۳۵ منډو هدف ټاکلی و؛ خو د بنګله دېش ټول لوبغاړي یې د لوبې په ۳۴،۳ اوور کې وسوځول او بنګله دېش لوبډله ونه توانیده، چې دغه هدف پوره کړي.
په توپ اچونه کې الله محمد غظنفر په ۶،۳ اورونو کې د ۲۶ منډو په ورکولو سره د بنګله دېش ۶ لوبغاړي وسوځول او د دغې لوبې غوره لوبغاړی شو.