د هوا ککړتیا له امله د پاکستان پنجاب کې د پارک او ژوبڼ په ګډون عامه ځایونو ته تګ بند شو
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/e19a37c9fc9fe8f4cdd3abb639ae8c63f22e80c9-1200x800.jpg?rect=0,63,1200,675&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د هوا ککړتیا د زیاتېدو له امله د پاکستان په تر ټولو ستره صوبه پنجاب کې نن د پارک او ژوبڼ په ګډون ډېری عامه ځایونو ته پر تګ بندیز ولګېد.
ځايي چارواکي حکومت وايي د دې صوبې په ختیځه برخه کې د ککړې هوا د زیاتېدو له امله د خلکو د روغتیا ساتلو لپاره دا بندیز لګوي.
د پنجاب مرکز لاهور دا اونۍ سخته هوا او تور لوګي کې ډوب دی.
سویس کې د هوا ککړتیا ادارې د ازموینې له مخې لاهور اوس د نړۍ تر ټولو ککړ ښار دی.
لاهور تر کراچۍ وروسته د پاکستان دویم تر ټولو ستر ښار دی.
تېره میاشت په دغه ښار کې د سخت لوګي له امله د ښوونځي ماشومان د راتلونکې جنورۍ تر پای په پرانیستي چاپېریال کې له لوبو او ورزش منع شول.
په ګاډو او کمپنیو کې د کم کیفیته سونتوکو د کارېدو له امله په دغه ۱۴ میلیوني ښار کې د ژمي په موسم کې هوا ډېره چټله وي.
د پاکستان لاهور ښار کې تېر کال هم هوا ډېره ککړه وه، چې له امله یې یو ځل چارواکو پر دغه ښار مصنوعي باران وکړ.
د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، ککړه هوا د مغزي سکتې، زړه او سږو د ناروغیو په ګډون د مختلفو ناروغیو لامل کېږي.
د ملګرو ملتونو ماشوم ملاتړې اداره یا یونیسېف وايي، سوېلي اسیا کې له شپږ سوو مېلیونو ډېر ماشومان د لوړې کچې ککړې هوا سره مخ دي.