محمدنبي وايي، له چمپینز ټرافۍ وروسته د پنځوس اوریزو سیالیو سره مخه ښه کوي

د افغانستان د ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي محمدنبي چې د افغانستان د کرېکټ د پیل له لومړنیو لوبغاړو څخه دی ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې له چمپینز ټرافي وروسته به یو ورځنیو لوبو کې نور نه لوبېږي.

محمدنبي عیسي خېل چې د افغانستان د کرېکټ د لومړنیو لوبغاړو څخه دی، غواړي چې په ۲۰۲۵ کال کې د پنځوس اوریزو سیالیو سره مخه ښه وکړي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ له لوري تېره شپه له بنګله دېش څخه د درېیو پنځوس اوریزو لوبو د لومړۍ لوبې له ګټلو وروسته د نوموړي یو ویډیویې کلیپ خپور کړ، چې نوموړی وايي، غواړي له چمپينز ټرافي وروسته د پنځوس اوریزو سیالیو سره مخ ښه وکړي.
د کرېکټ بورډ له لوري په خپور شوي ویډیويي پيغام کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د محمد نبي نن ښه توپ وهنې موږ نور هم باوري کړو، چې هغه به هم له موږ سره پاتې کېږي په ځواب کې ښاغلی عیسی خېل وویل:« ګورو به، ډېره به یې نه سره اوږدوو او انشاالله په یوې ورځینۍ”پنځوس اوریزه” کې به له چمپینز ټرافي وروسته به خدای پاماني سره کوو.»
نوموړی دا مهال ۳۹ کاله عمر لري او د افغانستان په لومړنۍ رسمي نړۍوالې یوه ورځنۍ لوبه کې یې برخه درلوده.
محمد نبي د لومړني افغان کرېکت لوبغاړي په توګه د افغانستان په لومړنۍ رسمي نړۍوالې پنځوس اوریزه لوبه کې د افغانستان لپاره یې پنځوسیزه ووهله او د لومړني افغان کرېکت لوبغاړي په توګه د هغې لوبې د غوره لوبغاړي ډالۍ هم ورکړل شوه.
نوموړي د کرېکټ د نړۍوالو یو ورځنیو لوبو رسمي سفر د ۲۰۰۹ کال د اپرېل په ۱۹ نېټه پیل کړ.
د کرېکت د نړۍوالې شورا د معلوماتو له مخې، نوموړی د ۲۰۰۹ کال څخه د ۲۰۲۴ کال د نومبر تر شپږمې نیټې د افغانستان لپاره په ۱۶۵ نړۍوالو یو ورځینو لوبو کې لوبېدلی دی.
ښاغلي نبي تردې مهاله په دغو یو ورځینو سیالیو کې ۳۵۴۹ منډې جوړې کړې او ۱۷۱ ویکټې یې اخیستې دي.
محمد نبي په یادو لوبو کې په توپ وهنه کې دوه ځله سلیزې وهلې او په توپ اچونه کې یې ۱۷ منډو په بدل کې د پنځو وېکټو په تر لاسه کولو سره د ښه توپ اچونې په موخه یې خپل نوم ثبت کړی دی.
محمد نبي په ښي لاس ورو اف برېک توپ اچونه او توپ وهنه کوي.
په لوبدلې کې نوموړی د الراونډر په توګه لوبېږي.
د معلوماتو له مخې، محمد نبي د افغانستان د لوګر ولایت اوسېدونکی دی او ۱۹۸۵ میلادي کال په جنوري میاشت کې زېږدلی دی.
د راپورونو له مخې، محمد نبي د کرېکټ ابتدایي لوبې د پاکستان د خیبرپښتونخوا د پېښور په یوه پڼدغالي کې پیل کړې؛ خو د افغانستان په لوبډله کې د نوموړي د ښه فعالیت له امله د کرېکټ د نړۍوالو مبصرینو له لوري ورته د (کرېکټ د ولسمشر) لقب هم ورکړل شوی دی.