طالبانو په پروان کې یوې ښځې او یوه سړي ته د خلکو د سترګو په وړاندې سزا ورکړې ده
د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په پروان ولایت کې یې یوې ښځې او یوه سړي ته د «زنا» په تور تعزیري سزا ورکړې ده. طالبانو په دې وروستیو کې ولسي خلکو ته په عام محضر کې سزاګانې ډېرې کړې دي.
د طالبانو له خوا په عام محضر کې خلکو ته بدني سزا په نړۍواله کچه غندل شوې خو طالبان یې د «شریعت» تطبیق بولي.
د طالبانو سترې محکمې نن چهارشنبه د (لړم ۱۶مه) د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ ابتداییه محکمې یوې ښځې او یوه سړي ته یې د «زنا» په تور تعزیري سزا ورکړې.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ ابتداییه محکمې په عام محضر کې پر دوو تنو عملي شوه.
په خبرپاڼه کې د تورنو ښځې او سړي د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې طالبانو دغې ښځې او سړي دواړو ته د متهم اصطلاح کارولې، درې - درې کاله د تنفیذي بند سزا یې ورته اورولې او ۳۹ - ۳۹ دورې یې هم وهلي دي.
طالبانو دا نه دي ویلي، چې تورن کس ته یې د استیناف غوښتنې موقع ورکړې او که نه.
که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزاوې عملي کوي.
د طالبانو دغه کړنې په نړۍواله کچه غندل کېږي؛ خو طالبان وایي دوی «د اسلامي شریعت» د تطبیق په موخه دغه چاره ترسره کوي.