‏طالبان: له ایران او پاکستانه شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ راستنې شوې

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو ۲۰۴ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې.

دغه اژانس په اېکس پاڼه لیکلي، چې له دغې ډلې ۳۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۲۸ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۵۴ کورنۍ د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او د ۹۲ نورې کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
د دغه اژانس په وینا، له دغې ډلې ۲۷ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او لسګونه کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته شپږ لکه او ۴۰ زره کډوال راستانه شوي.
د دغه وزارت په وینا، له دغې ډلې شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستانه، ۱۰ زره له ترکیې او پنځه لکه او ۵۰ زره کډوال له ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه شوي دي.
دا رنګه په پاکستان کې د کډوالو چارو وزارت بیا وایي، چې د اګسټ میاشتې له ۱۷مې د سپتمبر میاشتې تر ۹ مې نېټې پورې ۲۱ زره او ۱۹۳ افغانان یې بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.