طالبان: له ایران او پاکستانه تر ۲۰۰ ډېرې کورنۍ راستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې له دوو ګاونډیو هېوادونو تېره ورځ شاوخوا ۲۱۳ کوزنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.

دغه اژانس په اېکس پاڼه لیکلي، ‏چې له دغې ډلې ۱۸ کورنۍ د تورخم له لارې، ۱۲ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۶۲ کورنۍ د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۱۲۱ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه اژانس زیاته کړې، چې له دغې ډلې ۲۲ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او پر سلګونو راستنو شویو کورنيو اړینې مرستې هم وېشل شوې دي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته شپږ لکه او ۴۰ زره کډوال راستانه شوي.
د دغه وزارت په وینا، له دغې ډلې شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستانه، ۱۰ زره له ترکیې او پنځه لکه او ۵۰ زره کډوال له ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه شوي دي.
دا رنګه په پاکستان کې د کډوالو چارو وزارت بیا وایي، چې د اګسټ میاشتې له ۱۷مې د سپتمبر میاشتې تر ۹ مې نېټې پورې ۲۱ زره او ۱۹۳ افغانان یې بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.