ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په برخه کې د کورنیو ملاتړ کم شوی

د ملګرو ملتونو یوه نوې څېړنه ښيي، چې د طالبانو سیاستونو په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په برخه کې د کورنیو فکر بدل کړی دی. د دې راپور له مخې، له طالبانو وېره د دې لامل شوې ده، چې د نجونو د رسمي زده کړو په اړه ملاتړ کم شي.

یوې ښځې ملګرو ملتونو ته ویلي: «د وخت په تېرېدو سره مې پام شو، چې د نجونو د زده کړو ملاتړو یا د طالبانو له وېرې چوپتیا غوره کړې او یا هم له دې وضعیت سره موافق دي.»
دغه راپور چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، د یوناما، د ملګرو ملتونو د ښځو برخې او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان ګډه څېړنه ده، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې له ۷۷۶ ښځو سره مرکه کړې ده.
ملګرو ملتونو په خپل راپور کې لیکلي: «له یاد شمېر ښځو څخه ۴۷ سلنه یې احساس کوي، چې د نجونو د ابتدایي زده کړو په برخه کې د ټولنې ملاتړ کم شوی دی او دغه شمېر بیا د منځنیو زده کړو په برخه کې ۶۵ سلنې ته رسېږي.»
هغو کسانو چې له دوی سره مرکې کړي دي وایي: «د ښځو د حقونو په برخه کې احساس کوي، چې د ټولنې فکر بدل شوی دی او ښایي دا له طالبانو څخه د وېرې له امله وي.»
سره له دې چې طالبان د نجونو پر زده کړو د ممنوعیت له امله د نړۍوالې ټولنې په انزوا کې دي، خو یاده ډله توانېدلې چې د کورنیو پروړاندې د نجونو د عصري زده کړو ارزښت کم کړي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د نجونو د منځني او لېسې ښوونځیو د زده کړو د ممنوعیت له امله ډېری کورنۍ احساس کوي، چې د ابتدايي ښوونځيو زده کړې د دوی د لوڼو لپاره هېڅ ګټه نه لري.
یو شمېر کورنیو بیا دا وضعیت منلی دی او علاقه لري، چې لوڼې یې یو کسب زده کړي، مدرسو ته ولاړې شي او یا هم واده وکړي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې پر زده د بندیزونو له امله په افغانستان کې د کم عمره نجونو ودونه هم زیات شوي دي.
ملګري ملتونه زیاتوي، چې یو شمېر کورنۍ بیا په پټه توګه د خپلو لوڼو زده کړو ته دوام ورکړی.

له ټولنې څخه حذفول

په دې نوې څېړنه کې ۷۰ سلنه ښځو ویلي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې عمومي ځایونو لکه پارکونو او روغتیایي مراکزو ته له تګ څخه محرومه و.
دوی دغه راز ویلي، طالبان ان د محرم په شتون کې هم پارکونو او تاریخي ځایونو ته د ښځو د ورتګ مخه نیسي.
یادو مېرمنو ویلي، چې د طالبان غړي دوی ته وایي چې دغه ځایونه یوازې د نارینه و لپاره دي.
له دې سره، ۶۹ سلنه ښځو ویلي کله چې له کور څخه بهر ځي د امنیت احساس نه کوي.
دغه احساس د دې لاکل شوی، چې دوی له ټولنې څخه منزوي شي او له رواني ستونزو سره مخ شي.
طالبان ټینګار کوي، چې ټولنه یې د ښځو لپاره امنه کړې ده، خو په عین حال کې له ښځو څخه غواړي، چې له اړتیا پرته له کور څخه و نه وځي.

د عدالت تړلې دروازه

د ملګرو ملتونو د یادو درېیو ادارو راپور ښيي، چې ښځې په افغانستان کې عدلي او قضایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د جنیست له امله ډېر کم دغو ځایونو ته ورتلی شي.
دغه سازمان ته نږدې اتیا سلنه مرکه شویو ښځو ویلي، چې د طالبانو د حکومت ماموران د دوی حقوقي قضیو ته له رسیدګۍ څخه ډډه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ۷۹ سلنه افغان مېرمنې په تېر یوه کال کې د خپلو عدلي او قضایي اختلافاتو د حل په موخه رسمي ادارو ته نه دي ورغلي.
دوی ویلي، چې په لومړي قدم کې طالبان دوی ته له محرم پرته اجازه نه ورکوي، چې عدلي او قضایي دفترونو ته ورشي او دویمه مسله دا ده، چې د جنسیتي توپیر له امله هم د دوی دوسیو ته رسیدګي نه کېږي.

د ښځو غوښتنې

د طالبانو له خوا پر ښځو بندیزونه او محدودیتونه ددې لامل شوي، چې ۵۷ سلنه ښځو د تېر په پرتله خپل اقتصادي وضعیت ډېر ناوړه بللی دی.
دوی له طالبانو غواړي، چې د نجونو ښوونځي پرانیزي او د بشري حقونو په ځانګړې توګه بیا د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
د دوی په خبره، دغه ډله باید د محرم د حتمي شتون شرط لرې کړي.
یادو ښځو دغه راز له ملګرو ملتونو غوښتي، چې نړۍ باید د ښځو د حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده کړو او کار په برخه کې پر طالبانو فشارونه زیات کړي.