طالبان: له دوه نیم سوه څخه ډېرې کورنۍ تېره ورځ له ایران او پاکستانه هېواد ته راستنې شوې
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ له دوو ګاونډیو هېوادونو څخه ۲۶۸ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
دغه اژانس د چهار شنبې په ورځ د (لړم اتمه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د سې شنبې په ورځ ۲۰ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۳۳ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۷۷ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې او ۱۳۸ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
راپور زیاتوي، چې دغه تازه راستنو شویو کډوالو له ډلې، ۲۱ کورنۍ خپلو اصلي سېمو ته لیږدول شوې او پر سلګونو کورنیو مرستې هم ویشل شوې دي.
طالبانو نه دي ویلي، چې دغه کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو څخه په خپله خوښه او که په زوره شړل شوې، خو تر ډیره بریده پاکستان او ایران پر افغان کډوالو فشار زیات کړی او په زور یې له خپلو هېوادونو څخه باسي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته شپږ لکه او ۴۰ زره کډوال راستانه شويدي.
د دغه وزارت په وینا، له دغې ډلې شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستانه، ۱۰ زره له ترکیې او پنځه لکه او ۵۰ زره کډوال له ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایران او پاکستان پر هغو کډوالو کړۍ تنګه کړې چې د اوسېدو لپاره لازم اسناد نه لري.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم ډیرو افغانانو د امنیتي ستونزو او بیکارۍ له امله خپل هېواد پریښی او پر نا قانونه لارو پاکستان، ایران، ترکيې او نورو هېوادونو ته کوچیدلي، چې د ځینو راپورونو له مخې شمېر یې له اته ملیونو څخه هم اوړي.