افغان کرېکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش پر وړاندې د لوبو چمتووالي لپاره خپل تمرین پیل کړ
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش پر وړاندې د درې یو ورځنۍ سیالیو چمتووالي لپاره په شارجه کې خپل تمرینات پیل کړل.
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ دغه درې یو ورځنۍ سیالۍ به د روانې میاشتې (په ۱۶مه نېټه) پیل شي.
تر دې وړاندې د افغانستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د بنګله دېش په وړاندې د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو لوبو لپاره (د لړم په دویمه نېټه) د لوبډلې نوملړ خپور کړ.
په دغه نوملړ کې د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د ۱۸ نورو لوبغاړو نومونه هم شامل دي.
افغان کرېکټ بورډ ویلي و، چې له بنګله دېش سره د درېیو یو ورځنیو سیالیو لپاره یې په لوبډله کې صدیق اتل هم نیولی دی.
صدیق اتل د ابراهیم ځدارڼ پر ځای په دغو لوبو کې د پیلیز توپ وهونکي په توګه نیول شوی دی.
د بنګله دېش په وړاندې په دغه لوبلړۍ کې مجیب الرحمن ځدراڼ او ابراهیم ځدراڼ د ټپونو له امله په لوبډله کې نه دي اخیستل شوي.
د کرېکټ بورډ له لوري ۱۹ کسیز نوملړ کې د حشمت الله شهیدي په ګډون د رحمت شاه زرمتي، رحمن الله ګربز، اکرام علي خېل، عبدالمالک، ریاض حسن، صدیق اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزي، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټي، الله محمد غظنفر، نور احمد، بلال سمیع، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک نومونه شامل دي.
دغه لوبلړۍ د افغانستان په کوربهتوب د عربي متحده امارتو په شارجه نړۍوال لوبغالي کې ترسره کېږي.