د سنوکر نړۍوالې لوبې: صالح محمدي په دویمه لوبه کې هم خپل عراقي سیال ته ماتې ورکړه
د قطر په دوحه کې د ۲۰۲۴ کال د سنوکر د نړۍوالو سیالیو پر دوام له افغانستان څخه صالح محمدي په دویمه لوبه کې د درې - څلور پر پایلې سره عراقي لوبغاړي علي حسین ته ماتې ورکړه.
نوموړی په دې بریا سره وتوانېد، چې درېیم پړاو ته لار پیدا کړي.
محمدي په لومړي پړاو کې هم یوه بل عراقي لوبغاړي علي جلیل ته ماتې ورکړې وه.
د سنوکر دغه روانې نړۍوالې سیالۍ د قطر په دوحه کې د لړم له ۷مې پیل شوي او تر ۱۹مې نېټې به دوام وکړي.
په دې سیالیو کې له افغانستانه څلورو لوبغاړو او یوه مسوول برخه اخیستې ده او دا هغه سیالۍ دي، چې په کې نارینه، ښځې او ماسټران لوبېږي.