شننه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او تیاره افغانستان

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

د اطلاعاتو ترلاسه کولو حق، د وگړیو هغه بنسټيز حق دی، چې د مدني او سیاسي حقونو د نړۍوال میثاق د ۱۹مې مادې پر بنسټ هر وګړي ته حق ورکوي؛ ټولو هغو اطلاعاتو ته لاسرسی ولري، چې د ده په فردي، ټولیز او ټولنیز ژوند پورې تړاو لري او د ده معنوي او مادي ژوند ترې اغېز موندلای شي.

هر انسان حق لري چې هغو معلوماتو او اسنادو ته لاسرسی ولري چې د عامه ادارو په اختیار کې وي. دا حق د شفافیت پر اصل ولاړ دی او ښاروندانو ته اجازه ورکوي چې د حکومت او عامه ادارو د فعالیتونو په اړه خبر شي، په ځانګړې توګه هغه معلومات چې د دوی له حقونو یا ګټو سره تړاو لري. قانوني استثنا په دې برخه کې خورا کوشنۍ او څرګنده ده او یوازې په هغو ځانګړو مواردو راڅرخي، چې ملي امنیت، شخصي حریم یا د عامه ګټو ساتنه ګواښلای شي.

د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق د ۱۹مې مادې دویم بند وايي:

«هرڅوک د بیان د ازادۍ حق لري. په دې حق کې له هر راز حدودو او پولو پرته، د هر ډول معلوماتو او نظریاتو په ازاده توګه پلټل، ترلاسه کول او خپرول شامل دي. که دا په شفاهي ډول وي، د لیکلو، چاپولو، هنري بڼه، یا په هر بل وسیله چې یې خپله خوښه وي. »

په افغانستان کې د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې په تدریج خو په بنسټي او مدیریت شوې بڼه دغه حق له منځه ولاړ او نن افغانستان د بیان د ازادي، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنیو د قانوني او معقولې ازادۍ ارزښتونه ټول تروړل شوي دي.

په لومړي ګام کې په رسنیو کې د ښځو کار او حضور محدود شو، بیا یې ښځې اړ کړې، چې ماسک وتړي، بیا له اقتصادي پلوه د خپلواکو رسنیو سقوط ته لاره هواره شوه، لسګونه ژورنالیستان وګواښل شول، زنداني شول، وربړول شول، ووژل شول،له وطنه وشړل شول یا یې خولې وروګنډل شوې او یا هم وپېرودل شول. وروسته یې رسنیو ته مکتوبونه ولېږل، چې د واکمنې ډلې پرخلاف څه مه خپروئ، بل ګام دا و، چې هر څه خپریږي، باید د واکمنې ډلې له فلتره تېر شي، بیا یې په رسنیزو بحثونو کې د شنونکیو ګډون ممنوع اعلان کړ... او دا دی اوس خبره دې ته راورسېده، چې په تلویزیونونو کې دې د ژوندیو موجوداتو تصویرونه نه ښوول کیږي. دا به د بشریت په تاریخ کې لومړۍ تجربه وي، چې تلویزیون دې خپرونې ولري، خو انسانان او ژوي دې په کې ښوول کیږي نه. ښه طنز دی، ښايي اوس بحث پر دې وي، چې ګلان، ونې او بوټي هم په ژوندیو کې راځي، دا څنګه؟وښوول شي که نه؟

تېر کال د خبریالانو په یوه غونډه کې یوه ښاغلي، چې تر دې مهاله ماته د رسنیزو چارو یو مجرب فعال ښکارېده، د افغانستان او رسنیو په اړه وویل:

«... په افغانستان کې محدودیتونه، سانسور او استبداد ډېر دی، خو لا هم په شمالي کوریا بدل شوی نه دی...»

د ښاغلي رسنوال دغې تبصرې حیران کړم، ماته یې دا وینا له درېیو احتمالاتو لرې نه‌ ښکاري، یا زموږ ښاغلی دوست د بیان د ازادۍ ترپښو لاندې کول سم نه‌پېژني و سیاسي چلند ورسره کوي، یا په شمالي کوریا کې له ریښتیني وضعیته خبر نه‌دی او یا هم په دې نه پوهیږي، چې په افغانستان کې څه تېریږي؟

اصلاً له دې اړخه د افغانستان و شمالي کوریا پرتلنه ساده‌ګي ده. په افغانستان کې د انګریز او پاکیستاني ښکېلاک له تکتیکونو راوتلې یوه تیاره ایډیولوژیکه دیکتاتوري استبداد کوي او په شمالي کوریا کې د کومونیزم یوه مسخ شوې دیکتاتوري واکمنه ده، چې تر ډېره بریده د کومونیزم تر بالاپوش لاندې د یوې کورنۍ مطلقه سلطنت دی، نه د پرولتاري پوړ دیکتاتوري، چې تکل یې د یوې سوسیالیستي ټولنې رامنځ‌ته کول وي. دا دواړه دومره سره لرې و متضاد دي، چې زموږ د ښاغلي ژورنالیست پرتلنه له بنسټه ناسمه زباتوي.

د شمالي کوریا و افغانستان ترمنځ د اطلاعاتو ترلاسه کولو د حق، د بیان ازادي او رسنیزه خپلواکي له څو اړخونو سره توپیر لري. په افغانستان کې په رسنیو او اطلاعاتو بندیز د ویرې له امله دی، په شمالي کوریا کې د استبدادي مطلق‌العنان اقتدار له امله.شمالي کوریا اطلاعات و خبررسونه کورنۍ کړې ده او له پانګوالې نړۍ سره یې د اطلاعاتي اړیکو پرېکوڼ کړی دی، خو په افغانستان کې د واکمنې ډلې له بنسټه د رسنیو له شتون سره ستونزه راولاړه شوې ده او د دوی د بندیزونو لړۍ به یوه ورځ دې ته رسیږي، چې په ټول افغانستان کې یوه راډیو « شریعت‌غږ» او یو اخبار «شریعت» وي، چې یوازې او یوازې به د دوی خبرتیاوې و تبلیغات خپروي او بس. حال دا چې په شمالي کوریا کې ګڼ دولتي تلویزیوني چینلونه فعال دي، چې موسیقي، فیلم، تیاتر، تفریحي پروګرامونه، روزنیزې علمي خپرونې او د کوریا له ګټو سره سم خبري سرویسونه لري. شمالي کوریا د امپریالیزم هنر و فرهنګ نه خوښوي، خو پر ځای یې د شمالي کوریا فرهنګ و هنر په داسې پراخه پیمانه خپروي، چې خپلو خلکو ته وښيي؛ ټوله لویدیزه نړۍ یوه خوا او شمالي کوریا بله خوا. د شمالي کوریا د استبداد موخه په هره برخه کې له ټولې پانګوالې نړۍ سره د شمالي کوریا د سیال کولو او ډغرې وهلو هڅه ده، خو په افغانستان کې د ټولو خلکو په خولو، سترګو او غوږونو د بشپړې تیارې پرده هوارول دي او هغه هم په دې نامه چې تاسو ټول باید له دې لارې جنت ته ولاړ شئ.

د شمالي کوریا استبداد د دوی له نظره عقلاني دی، خو د افغانستان استبداد خرافاتي و د یوه بشپړ شاته ساتل شوي شعوريو فکري وضعیت پایله ده، چې په دویمې و درېیمې هجري پېړۍ کې نښتی دی. د افغانستان د استبداد پیغام دا دی، چې: « مه خبریږئ، ځکه که خبر شوئ، نو ګناهګاریږئ!»

دواړه استبداده په یوه برخه کې سره ورته دي او هغه د استبداد نفس دی چې دواړو یې د دوو ملتونو بنسټي خپلواکۍ ترپښو لاندې کړي او په شدت سره ناانساني دي.

په افغانستان کې په (ځان خبرولو) بندیز دی.د ځان خبرولو بندیز تر ټولو ګواښمن او ناانساني بندیز دی. افغانان حق نه لري، چې خبر شي :

ـ د دوی پر برخلیک څه لوبه روانه ده؟

ـ څوک افغانستان ته راځي؟

ـ څه ډول نیابتي ډلې په کې جوړیږي؟

ـ څوک وسلې او پيسې ورکوي؟

ـ څنګه د افغانستان د پاکیستانایزېشن ( پاکیستاني‌کولو) پروسه په چټکۍ سره روانه ده؟

ـ له وطنه د تیښتې په هڅه کې په کډوالو څه پېښیږي؟

ـ په ګاونډیو هېوادونوکې له افغانانو سره څه روان دي؟

ـ د افغانستان شتمنۍ څنګه لوټیږي؟

ـ له کانونو سره څه لوبه روانه ده؟

ـ د ملي پوځ و پولیسو له منسوبینو سره څه کیږي؟

ـ ملتپال عناصر څنګه ځپل کیږي؟

ـ څنګه د افغان، افغانیت او افغانستان ملي ارزښتونه هره ورځ پیکه کیږي او د پاکیستاني مدرسو له استخباراتي نصاب څخه راپنځېدلې افغان ضد پالیسۍ د پان‌اسلامیستي تفکر په بڼه د ملي هویت جرړې له بیخه راباسي؟

که له دې پوښتنو څخه افراطي ویره نه وای، پر رسنیو، د بیان په ازادۍ، په تلویزیون کې په تصویرونو، له ټولیزو شبکو او ښځو او زده‌کړو سره به دومره حساسیت نه وای.

مونتسکیو په روح‌القوانین کې یو عجیب بحث لري، چې لنډیز یې دلته د روانې واکمنې ډلې ویره ترسیمولای شي،دی وایي:د دیکتاتوري تشدد د هغې د ویرې پایله ده. مستبده دیکتاتوري له خلکو ویریږي، د خلکو له خبرېدا او پوهېدا، روښانېدو او ویښتیا یې زړه چوي او د ویرې ځواب په ویره‌خپرولو ورکوي. مستبده دیکتاتوري خلک له رڼا او پوهېدا، خبرېدو څخه ویروي او هغه دیکتاتوري چې د مذهب وسله کاروي، تکفیر ته مخه کوي او روښانتیا، خبرېدل، ویښتیا او پوهېدل له کفر سره معادل ګڼي.

که د مونتسکیو په وینا دا ویره نه وي، نو څوک به ومنلای شي، چې په یویشتمه پېړۍ کې یوه واکمني دې خپل خلک له دې کبله له تلویزیون کتلو څخه منع کړي، چې ګواکې د ژوندي تصویر کتل ګناه لري(؟!) او سړی په هینداره کې ځان ته په کتلو هم دوزخ ته ځي.

د ایډیولوژیکې دیکتاتورۍ د لاندینیو لیکو ساده او بېخبره وسلوال ښايي په همدې عقیده وي، خو د منځني کچ مسوولان او مشران یې ښه په دې پوهیږي، چې د دوی دا ادعا درواغ ده او دوی دغه په ظاهره دیني مسئله د یوه سیاسي تاکتیک په توګه کاروي.

موږ په یویشتمه پېړۍ کې ژوند کوو، د ټولې نړۍ د خبرونو سرچینه د هرچا په جیب کې پرته ده، له یوې څلويښت میلیوني ټولنې څخه د «ځان خبرولو» امکانات تروړل تقریباً ناشونې بريښي، خو استبداد خپله هڅه کوي. پر افغانستان د معلوماتو د خپراوي له اړخه اطلاعاتي تیاره خپرول د استبداد د تنازع‌للبقا‌ء روستۍ ناکامه هڅه ده. هغه څه چې ممکن دي او باید وشي، هغه د افغانستان د خلکو د خبرولو لپاره د ځایناستو امکاناتو پلټل دي. په تبعید کې خبریالان او رسنۍ مکلفې دي، چې د واکمن استبداد له خوا دغه رامنځته شوې تشه ډکه کړي، موږ باور لرو چې دا هڅه به هغومره اغېزناکه نه‌وي، لکه په افغانستان کې دننه رسنیزې هڅې، خو په اوسنۍ کړکېچن حالت کې دا یوازیني ممکن څه دي، چې د بیان، رسنیو او ځان‌خبرولو د ازادۍ په حقونو باخبره افغانان یې کړلای شي.