د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې کمبوډیا ته درې پر یو ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنې ملي لوبډلې د کمبودیا لوبډلې په ماتولو سره خپله لوبډله د بي ګروپ سر ته وخېژوله او د ۲۰۲۵ کال د اسیا تر ۱۷ کلنو لوبډلو د فوټبال جام ته یې لار پرانیسته.
په دې سیالۍ کې چې د جمعې په ورځ د کابل په وخت د مازدیګر په څلور نیمو بجو په پینوم پین کې وشوه، د افغانستان لپاره یاسر ساپي، وارث شېرزي او ارش احمدي ګولونه ووهل.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون دغه بریالیتوب د افغانستان لپاره ستره لاس ته راوړنه وبلله او ټولو افغانانو ته یې له دې امله مبارکي ورکړې.
افغان لوبغاړي به د یکشنبې په ورځ د بنګله دېش لوبډلې سره لوبه کوي.