د هواپوهنې ادارې ۱۳ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو، دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی
د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن او سبا (د لړم ۴مه او ۵مه نېټه) په ۱۳ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوینه د هرات، بادغیس، غور، فاریاب، جوزجان، سرپل، بامیان، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۴۵) ملي مترو پورې اټکل شوې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمال ختیځو، شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې به یې د چټکوالي کچه ( له ۵۰ تر ۱۰۰) کیلو مټرو ته ورسېږي.
له بل پلوه د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د درېیو ورځو لپاره د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د شړکنده بارانونو له امله د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی و، چې د دغې اټکل موده هم نن پوره شوه.
دغه اټکل د لړم له لومړۍ نېټې د لړم میاشتې تر درېیمې نېټې پورې شوی و.