ملاله یوسفزۍ: د مکسیکو له ولسمشرې سره مې د افغان نجونو د زده‌کړو پر سر خبرې وکړې

د نوبل د سولې جاېزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، چې د مکسیکو له ولسمشرې کلودیا شاین سره یې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو په اړه خبرې اترې کړې دي.

ملالې یوسفزۍ په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، په افغانستان کې ښځې او نجونې د سخت جنسیتي توپیر سره مخامخې دي او په کار ده چې په دې اړه نړۍوالې هڅې نورې هم ګړندۍ شي.
اغلې یوسفزۍ لیکلي، په مګرو ملتونو کې مکسیکو هڅه کوي چې جنسیتي اپارتاید د بشري جرمونو په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
تر دې وړاندې د نړۍ شاوخوا شلو هېوادونو د افغانستان د ښځو په ملاتړ غږ پورته کړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې طالبان دې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي له امله د هاګ محکمې ته راکاږل شي.