د هواپوهنې اداره: ۲۳ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو، دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی
د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن (د لړم دویمه نېټه) په ۲۳ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوېنه د بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، تخار، پنجشېر، کاپیسا، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بغلان، کندوز، پروان، میدان وردګ، غزني، سمنګان، بامیان، بلخ، سرپل، غور او دایکنډي ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۴۵) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې به یې د چټکوالي کچه ( له ۵۰ تر ۷۰) کیلو مټرو ته ورسېږي.
له بل پلوه د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د درېیو ورځو لپاره د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د شړکنده بارانونو له امله د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه وړاندوېنه بیا تر ډېره د امو، شمال او کابل سیندیزو حوزو لپاره شوې ده.