د ارغواني شنبو غورځنګ: په هرات ولایت کې طالبان د ښځو ګرځنډه ټلیفونونه کنټرولوي

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې طالبان په هرات ولایت کې د ښځو پر ګرځنده ټیلیفونونو سخته څارنه پیل کړې.

دغه غورځنګ په اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کړنه نه یوازې شخصي محرمیت ګواښي؛ بلکې د ښځو لپاره د اړیکو او معلوماتو ته د لاسرسي مخه هم نیسي.
دغه غورځنګ د طالبانو له‌خوا دغه کړنه په کلکه غندلې او له نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له بنسټونو یې غوښتي، چې د دغه ډول کړنو مخه ونیسي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو له‌خوا د ښځو د ګرځنده ټلیفونونو کارولو څارنه او محدودیت د سیسټماټیکې ځپنې یوه ښکاره بېلګه ده چې موخه یې د ښځو د ژوند کنټرولول دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، د دغه اقدام موخه دا ده چې د ښځو خپلواکي محدوده کړي او د هغوی په ورځني ژوند کې د طالبانو ظالمانه کنټرول پیاوړی شي.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه ډول کړنې له بنسټیزو بشري حقونو څخه د طالبانو ښکاره سرغړونه ده.
دغه غورځنګ ټینګار کړی، چې ټیکنالوژۍ ته د ښځو د لاسرسي کنټرول نه یوازې د شخصي ازادیو څخه سرغړونه ده؛ بلکې د عامه ژوند څخه د ښځو د ګوښه کولو یوه هڅه هم ده.
دغه غورځنګ ویلي:« دغه کړنه د ښځو د خاموشولو او په ټولنه کې د دوی د حضور د ختمولو یوه ښکاره هڅه ده. موږ د طالبانو ظالمانه کړنې غندو او له نړۍوالې ټولنې د سملاسي اقدام غوښتنه کوو.»
د ارغواني شنبو غورځنګ له نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له اړوندو بنسټونو څخه غوښتي، چې د دغه ناوړه اقدام پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړي.