افغان کرېکټ بورډ له بنګله دېش سره د درېیو یو ورځینو لوبو لپاره د لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ

د افغانستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې د بنګله دېش په وړاندې د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو لوبو لپاره د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د ۱۹ کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، له بنګله دېش سره د درېیو یو ورځنیو نړۍوالو لوبو لړۍ د راتلونکي نوامبر میاشتې په شپږمه نېټه پیلیږي او د همدې میاشتي تر ۱۱مې نېټې به دوام وکړي.
افغان کرېکټ بورډ وايي، له بنګله دېش سره د درېیو یو ورځنیو سیالیو لپاره یې په لوبډله کې ‍صدیق اتل او نور احمد هم اضافه کړي دي.
د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې په وینا، دا به په یو ورځنیو نړۍوالو لوبو کې د صدیق اتل لومړنۍ لوبه وي، چې د افغانستان لپاره به یې ترسره کوي.
صدیق اتل به د ابراهیم ځدارن پر ځای له رحمن الله ګربز سره په لوبدله کې د پیلیز توپ وهونکي دنده پر مخ یوسي.
ابراهیم ځدران د پښې په ښنګري کې د ټپي کېدو له امله تر درملنې لاندې دی.
د بنګله دېش په وړاندې په دغه لوبلړۍ کې مجیب الرحمن ځدراڼ او ابراهیم ځدراڼ د ټپونو له امله په لوبډله کې نه دي اخیستل شوي.
د کرېکټ بورډ له لوري ۱۹ کسیز نوملړ کې د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ، رحمت شاه زرمتی، رحمن الله ګربز، اکرام علي خېل، عبدالمالک، ریاض حسن، صدیق اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غظنفر، نور احمد، بلال سمیع، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک اخیستل شوي دي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان وايي:« روان ۲۰۲۴ کال د افغان لوبډلې لپاره یو ډئر مصروف او د لاسته راوړنو ډک کال و، په ځانګړې توګه په یو ورځنیو او شل اوریزو نړۍوالو سیالیو کې افغان لوبډلې خورا ښې لوبې وکړې. یو ورځنۍ سیالۍ زموږ د لوبډلې لپاره ځانګړی اهمیت لري، چې پرمت به یې افغان لوبډله د راتلونکو چېمپېنز ټرافي لپاره په بشپړه توګه چمتو شي.»
دغه لوبلړۍ د افغانستان په کوربه توب د عربي متحده امارتو په شارجه نړۍوال لوبغالي کې ترسره کېږي.