طالبان: له ایران او پاکستانه له ۲۰۰ ډېرې کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې

‏د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه شاوخوا ۲۳۲ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې.

په اېکس پاڼه د دغه اژانس په خپور شوي راپور کې راغلي، چې تېره ورځ د تورخم له لارې ۲۲، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۶، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۵۴ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۴۰ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
راپور زیاتوي، چې له دغې ډلې ۱۷ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او لسګونو کورنيو ته بیا مرستې وېشل شوې دي.
له بل پلوه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو زوارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې افغانستان ته شپږ لکه او ۴۰ زره کډوال راستانه شوي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د یکشنبې په ورځ د (تلې ۲۲مه) په یوه راپور کې د دغې ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند عبدالطیف حقاني له قوله ویلي، چې دغه افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه راستانه شوي دي.
نوموړي ویلي و، چې شاوخوا ۸۰ زره افغانان له پاکستانه، ۱۰ زره له ترکیې او پنځه لکه او ۵۰ زره کډوال له ایرانه په زور او خپله خوښه راستانه شوي دي.