د افغانستان د فوټبال له ۱۷‌ کلنو کم عمره ملي لوبډلې په نهو ګولونو سره ماکا‌و ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا جام غوراوي سیالیو کې ماکاو ته نهه پر صفر ستره ماته ورکړه. دغه سیالۍ نن تر غرمې وروسته د کمبودیا په کوربتوب ترسره شوې.

د افغانستان د فوټبال فډراسیون په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي، چې په دغو لوبو کې وارث شېرزي دوه ګلونه وهلي او پاتې نورو لوبغاړو محمد نوروزي، ارش احمدي، ساحل سروري، نصیر احمد محمدي، نوید محبوبي، وارث رازقي او یاسر صافي هر یوه یو - یو ګول وهلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان لوبډلې دوه ورځې وړاندې په خپله لومړنۍ لوبه کې د فلیپین لوبډلې ته ۸ پر صفر ستره ماتې ورکړې وه.
د افغانستان د فوټبال د ۱۷کلنو کم عمره ملي لوبډلې روزونکي الیاس منوچهر د افغان لوبډلې دا بریا وستایله او زیاته یې کړه، چې افغان لوبډلې په ډېر ښه تکتیک سره دا لوبه تر سره کړه.
افغانستان چې په ګروپي پړاو کې خپلې دوه لوبې له فلیپین او ماکاو څخه په ستر توپیر سره ګټلي دي، ټاکل شوې ده چې دوه نورې لوبې یې له بنګله دېش او کمبودیا سره ترسره کړي.
دغه سیالۍ په کمبودیا کې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام د غوراوي لپاره ترسره کېږي.